دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 40156
امریکا وايي، استرالیا له افغانستانه ځواکونه نه باسي
له افغانستانه به د استرالیايي ځواکونو لویه برخه د راتلونکي کال ترنیمايي پوري ووځي.
د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي نن ټینګار وکاوه چې استرالیا به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو کلک متحد پاتې شي او خپل ځواکونه به تر ټاکلي مهالوېش وړاندې ونه باسي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې دغه امریکايي چارواکي همداراز وویل، استرالیا غواړي چې په روزګان ولایت کې په تدریجي ډول د جبهې د مخکینیو کرښو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري خو د ځواکونو د ایستلو په باب سو تفاهم شوی دی.

د استرالیا صدراعظمي جولیا ګیلارد د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستانه به د استرالیايي ځواکونو لویه برخه د راتلونکي کال ترنیمايي پوري ووځي. د اغلې ګیلارد دا څرګندونې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه وانګېرل شوه.

خو یوه امریکايي چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، وویل چې استرالیا خپل پلان نه دی بدل کړی او د ناټو له غړیو هیوادونو سره سره همږغې ده.

دغه امریکايي چارواکي په دې خاطر نه غوښتل نوم یې واخیستل شي چې د ناټو نورو غړیو په دې اړه رسماُ څه نه دي ویلي.

استرالیا په افغانستان کې څه باندې یو نیم زر سرتېري لري چې اکثره یې په روزګان ولایت کې ځای پرځای دي.

تراوسه پوري په افغانستان کې ټولټال ۳۲ استرزالیايي پوځیان وژل شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9f0o.yt0zk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته