دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 79276
امریکا وايي، له افغانستانه به د تېروتنو په خاطر بخښنه ونه غواړي

تاند- د امریکا د ملي امنیت سلاکارې د افغانستان له خلکو څخه په لیکلي بڼه د بخښنې د غوښتلو خبره رد کړه.
سوزن راييس تېره شپه د امریکا سي این این تلویزیون ته وویل، دې ته اړتیا نشته چې امریکا له افغانستانه بخښنه وغواړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکارې دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان د ولسمشر ویندوی پرون وویل چې د ولسمشر کرزي او جان کیري په ټېلفوني خبرو کې موافقه وشوه چې د امریکا ولسمشر به افغانستان ته یو لیک ولېږي او په هغه کې به د تېرو دوولس کلونو په ترڅ کې د ترور پرضد په جګړه کې تېروتنې تایید کړي او ژمنه به وکړي چې نور به تېرې تېروتنې نه تکرارېږي.
خو میرمن راييس تاکید وکاوه چې نه داسي کوم لیک لیکل شوی او نه چا ته ورکړای شوی دی.
فرانس پریس خبري اژانس بیا وايي، امریکايي چارواکو ویلي چې د لیک غوښتنه د افغانستان ولسمشر د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره د پرون ورځې په ټېلفوني خبرو کې کړې ده.
د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي وویل چې د موافقې پر سر په خبرو کې لوی خنډونه له مخې لېري شوي او د امریکايي پوځیانو له لوري د افغانانو د کورونو د تلاشۍ مسله هم حل شوې ده.
د ده په وینا امریکايي پوځیان به یوازې په استثنايي حالاتو کې، چې د ژوند جدي خطر موجود وي، د افغانانو کورونو ته د تلاشۍ لپاره ننوتی شي.
له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغانستان سره د امنیتي تړون پرجزییاتو تراوسه خبرې روانې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جن ساکې خبریالانو ته د اختلاف وړمسایلو یادونه ونه کړه خو دومره یې وویل چې دواړه لوري د تړون پر وروستیو مسایلو کار کوي.
«دا واضح ده چې د پاتې مسایلود هواري لپاره یوڅه پرمختګ شوی. زه فکرکوم دا ډیره د حیرانتیا خبره نده چې وویل شي موږنهایي مرحلې ته نژدې شوي یو، نهایي متن ته چې لویې جرګې ته وړاندې کیږي. د اهغه مرحله ده چې موږ به ورورسیږو او هغه هم د خبرو دغې لوړې سطحې ته چې تراوسه پورې نه یو وررسیدلي.)»
رویټرز خبري اژانس وايي، داسي ښکاري چې د افغانستان او امریکا په دوه اړخیزه امنیتي موافقه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د حل کولو هڅې پرون په وروستیو شېبو کې له مشکل سره مخامخ شوي.
د دې اژانس په وینا اختلاف د امریکا له لوري د تېرو ۱۲ کلونو په جګړه کې د امریکا د تېروتنو پر سر د بخښنې د غوښتلو پر مسلې رامنځته شوی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdciqray.t1a3y26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته