دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 41316
خبرونه / افغانستان    د پکتیا د ځاځي اریوب د علي خیلو سیمې په یوه کور باندې عملیات پیل شوي
څو تنو ځایي اوسیدونکو بیا ازادۍ راډیو ته وویل، چې نړېوالو ځواکونو د دغه کور یو غړی وواژه او په ځواب کې د کور بل غړي د محلي پولیس په وسله شپږ بهرني عسکر په نښه کړل.
افغان او نړېوالو ځواکونو نن د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ د علي خیلو سیمې په یوه کور عملیات کړي.

د ځاځي اریوب ولسوال ازاد خان ازادۍ راډیو ته دغه عملیات تایید کړل او زیاته یې کړه، چې په ترڅ کې یې یو مشکوک وسله وال مخالف نیول شوی دی.

څو تنو ځایي اوسیدونکو بیا ازادۍ راډیو ته وویل، چې نړېوالو ځواکونو د دغه کور یو غړی وواژه او په ځواب کې د کور بل غړي د محلي پولیس په وسله شپږ بهرني عسکر په نښه کړل.

وسله والو طالبانو ویلي، چې تیره شپه یې په دغې ولسوالۍ کې په بهرنیو عسکرو ډزې کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce1q0.2bqss8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته