دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 43745
دافغانستان د ملی پولیسو ځواکونو ، ۲۰ تنه ترهګرطالبان ووژل
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د څلورو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کونړ ، ننګرهار ، هلمند او ارزګان ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل، ۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۷ تنه یې ژوندي نیول شوي دي .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات چې۱۳ میله بیلابیل ډوله وسلۍ،۴۹۸ ډزه د درنو وسلو مرمې ، ۱۳ کړۍ ماینونه ، ۶۰ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې، ۸ عدده شاژورنه ، شپږپایې مخابرې ، ۱۴۰۰ کیلوګرامه د امونیم نایتریت سره او پنځه موټر سایکل دهېواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي.
همداشان د خوست ولایت د ملی پولیسو منسوبینو تېره ورځ یو ترهګرطالب د ماین د ځاي پرځاي کولو پرمهال دیاد ولایت دځاځی میدان ولسوالۍ د اړوندو سیمونه ونیوه .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcam0ny.49ney1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته