دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۳
د مطلب کود : 46792
ولسمشر کرزي عبدالرحیم وردک او بسم الله خان د غازي امان الله په مډالونو ونازول
ولسمشر حامد کرزي له همدې امله جوړې شوې غونډه کې وویل چې افغانان به هیڅ وخت هم د رحیم وردګ او بسم الله محمدي خدمتونه هیر نه کړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي د دفاع او کورنیو چارو پخوانیو وزیرانو ته د غازي امان الله خان میډالونه ورکړل.

ولسمشر حامد کرزي له همدې امله جوړې شوې غونډه کې وویل چې افغانان به هیڅ وخت هم د رحیم وردګ او بسم الله محمدي خدمتونه هیر نه کړي.

دوی ته د غازي امان لله خان مډال ورکول په دې معنی نه ده چې د دوی دندې دی پای ته ورسیږي، بلکه دغه دواړه وروڼه به مو په نورو برخو کې د افغانستان د خلکو خدمت ته دوام ورکړي.

ولسي جرګې شااوخوا لس ورځې وړاندې د دفاع او کورنیو چارو وزیران د هیواد په سرحدي سیمو دپاکستان د حملو او د ځينو نورو نا امنیو په خاطر بې صلاحیته کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0edj.w6dv1az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته