دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۳۵
د مطلب کود : 47362
بګرام کې د نړېوالو ځواکونو د موټرو په کاروان د ماین چاودنه شوې
د پروان چاواکي وايي، چې د دې ولایت د بګرام په ولسوالۍ کې نن سهار د نړېوالو ځواکونو د موټرو په کاروان د ماین چاودنه شوې.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نړېوالو ځواکونو کاروان ګزمه کوله، چې د سړک د غاړې له ماین سره مخامخ شو، د هغه په وینا یو پوځي موټر په کې ویجاړ شوی خو د مرګ ژوبلې په هکله یې تر اوسه معلومات نشته.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې ماین د دوی کسانو ایښی و او نړیوالو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

خو سیمه ییزو چارواکو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8tex.uqeamz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته