دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 47457
دبغلان دولایت دځنګلونو وهلوله ډیروالي څخه اندیښمن دی
دبغلان دولایت دځنګلونو دساتنې مدیر((حاجي شیرخان)) ددې خبرې په بیانولو سره چې پدې ولایت کې دسیلاوونو دجاري کیدلو په پایله کې، ډیره ویجاړتیا رامنځته شوې ده،وویل: په دې ولایت کې ځنګلونه څوکاله وړاندې دزورلرونکو افرادو او اشخاصو پوسیله، په بې رحمانه توګه له منځه تللي او ددې لامل ګرځیدلي چې ددې ولایت په مرکز اوڅوارلس ولسوالیو کې ډیره ویجاړ تیا منځته راوړي. 

د((افغان غږ خبری آژانس)) دآژانس خبر له مخې هغه، دې ته په اشارې سره چې تراوسه پورې دبغلان دولایت دځنګلونو(۳۰) سلنه ویجاړه شوې. اخطارورکړه: که وضع په همدې توګه ادامه ومومي، ترڅو راتلونکو کلونو پورې به ددې ولایت ټول ځنګلونو دنشتوالي له خطر سره مخ شي. 

ددې ولایت دجرهڼې او مالدارۍ مسئول واكمن، ددې ولایت دځنګلونو دحفاظت او ساتنې لپاره دخلکو مرسته وغوښته او څرګنده یې کړه: که خلک پدې برخه له واکمنو سره مرسته وکړي، دځنګلونو دوهلو په کمښت کې دپام وړلږوالي راشي. 

چارپیریال ساتنې دچارو پوهان هم دځمکې سرله ګیاهي شنیلیوڅخه بې برخې کیدل دهیواد دملي پانګې او د ژونددچاپیریال په زیان ګمني او وایي: دځنګلونو په پریکرلو سره کال په کال سیلاوونو ډیریږي او دوحشي څارویو اتیا سلنه چې پدې ځنګاونو کې میشت وو، ټول تښتیدلي دي.
 
دبغلان دولایت دپولیسو دقومندانۍ دامنیت آمر ((سید زمان الدین حسیني)) پدې اړه وایي: پولیس دکرهڼې دادارې مرستندوی دي او له دوﺉ سره اوږه په اوږه پدې ولایت کې دځنګونو دوهلو مخنیوی کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefe8e.jh8fni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته