دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 48022
۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۸ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د تخار ، کندز ، کندهار ، لوګر ، غزنی ، خوست ، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۳ تنه یي د ملي پولیسو له لورې ژوندې ونیول شول

په یادو عملیاتو کې ۸ کیلوګرامه نشه یی توکې ، ۶ میله بیلا بیل ډوله وسلۍ ، یو میل پیکا ، یو راکټ آچونکې سره د ۱۵ ډزه مرمیو ، ۳۲ ډزه د درنو وسلو مرمې ، ۴۰۴ ډزه د سپکو وسلو مرمې ، ۶ کړۍ ماینونه ،۷۰۹ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې او یو عراده موټر د ملي پولیسو لاس ته لویدلي دي.

د یاد ونې وړ ده چې د ملی پولیسو منسوبانو تېره ورځ یوه کړۍ ماین او ۱۱ ډزه د درنو وسلو سرګلولې چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو په موخه د لغمان او بغلان ولایتونو په اړوندو سیموکې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل.

سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxz0o.yt0jx6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې