دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 76721
۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې دلغمان ، ارزګان ، میدان وردک ، پکتیکا ، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۲ تنه ټپیان او۹تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۲کړې د وسایطو ضد ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان او زابل ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل
.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca60n0.49niu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې