دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 54166
دګډوځواکونو په عملیاتو کې ، ۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۵ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کاپیسا ، بلخ ، کندهار ، زابل او خوست ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او۱۰ تنه یی د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې ۳۵ کیلوګرامه نشه یی توکې ، دوه میله کلاشینکوفونه ،یوه اندازه مهمات ، چاودیدونکې توکې او یو ه عراده موټر شامل دې د ملي پولیسو لاسته لویدلې دي .

همدا راز تېره ورځ د( لینډی ۲۶ مه ) د هلمند ولایت د ملې پولیسو منسوبانو د یاد ولایت مرکز د لښکر ګاه ښار د دویمې امنیتې حوزې د اړونده سیمې نه دیوه باربری ډوله موټر نه ۱۱۱ ډزه د هاوان مرمې او ۲۰ ډزه د راکټ مرمې چې د ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه ځاې پر ځاې شوی وو کشف او دیادې پیښې په تړاو دوه تنه نیول شوی دی چې د یاد ولایت د ملې پولیسو تر څیړنو لاندې دي .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmvei.uqexmz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته