دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 85508
۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کنړ، لغمان، سرپل، زابل، میدان وردک، پکتیا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۵ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۱۶ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار، کندهار، ارزګان او پکتیکا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdjk0j.yt0kz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته