دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 50930
د کابل جلال اباد پر لویه لار یوې ترافیکې پېښې ۱۰ تنه مړه او ټپیان شول
د کابل جلال اباد په لویه لاره د يوې ټرافيکې پېښې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لغمان د والي ویاند ازادۍ راډيو ته ویلي، چې دغه ټرافيکي پېښه د شنبې په ورځ شاوخوا درې بجې د دې ولایت د سرخکانو په سیمه کې رامنځته شوې.

د نوموړي په خبره دا پېښه د سراچه او لارۍ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په کې پينځه ميرمنې او یو سړی وژل شوي او څلور تنه نور ماشومان ټپیان شوي.

ټپیان د جلال اباد مرکزي روغتون ته لیږدول شوي، چې اوس د درملنې لاندې دي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل جلال اباد هغه خونی لاره ده، چې ډير وخت ترې د دا ډول ټرافيکي پېښو رپوټونه خپريږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7o8n.jh87xi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته