دخپریدو نیټه :جمعه ۱ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 54463
په نیمروز ولایت کې د ماین چاودنې ۱۲ تنه مړه او ټپیان کړي دي
په نیمروز ولایت کې د یوه ماین چاودنې اوه تنه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې دا ماین پرون ماښام په مرکز زرنج کې د پولیسو پر یوه موټر وشوه.

د نیمروز والي محمد سرور ثبات آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې د چاودنې پنځه تنه قربانیان ملکي وګړي او پاتې دوه پولیس دي:

د نیمروز والي زیاته کړه، چې د پېښې پنځه واړه ټپیان د پولیسو افراد وو. د دې ماین د چاودنې مسوولیت تراوسه کوم چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtxei.uqexmz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته