دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 56051
څلور پولنډي عسکر په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور بیا محاکمه کیږي

څلور پولنډي عسکر په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور بیا محاکمه کیږي، د غه عسکر چې په افغانستان کې یې د ناټو په چوکاټ کې خدمت کاوه، پرون په پولنډ کې وروسته تردې بیا محکمې ته راوغوښتل شول، چې د دې هېواد سترې محکمې پخوانی حکم چې دوی یې د ملکي وګړو د وژنې له تورونو معاف کړي و، باطل کړ.

دا لومړی ځل دی، چې پولنډي عسکر له هېواده بهرد ترسره شویو جنګي جرمونو په خاطر په پوځي محکمه کې محاکمه کیږي.

دغه عسکر په دې تورن شوي، چې په ۲۰۰۷ کال کې د پکتیکا ولایت په ننګرخیلو کې یې شپږ تنه ملکي وګړي وژلي و.

د پولنډ یوې محکمې په ۲۰۱۱ کال کې تورن عسکر د کافي شواهدو د نشتوالي له امله له تورونو بري کړي و.

خو د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې سترې محکمې دغه حکم باطل کړ او ویې ویل، چې د تورنو کسانو د بیا محاکمه کولو لپاره کافي شواهد موجود دي.

که تورن عسکر په قصدي توګه د ملکي وګړو پر وژنې مجرم وپیژندل شي، درېیو ته به یې د عمري او یوه ته د پنځلسو کالو بند سزاوې ورکړل شي. 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcez78n.jh8pni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته