دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 58148
د فراه په جوین ولسوالۍ کې څلور ایراني اتباع د نشه يي توکو د قاچاق پر مهال نیول شوي
سرحدي پولیس وایي، چې دوي د فراه په جوین ولسوالۍ کې څلور ایراني اتباع د مخدره موادو د قاچاق پر مهال نیولي دي.

د سرحدي پولیسو د څلورم زون قومندان مل پاسوال شیراحمد ملداني آزادۍ راډیو ته وویل چې، دې کسانوغوښتل دولس سوه کېلو ګرامه تریاک ایران ته انتقال کړي.

ښاغلی ملداني وایې چې په روان کال کې نهه ایراني وګړي د سرحدي پولیسو لخوا د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjf0k.yt0jo6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته