دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 59868
د ننګرهار پوهنتون په سلګونو محصلینو مظاهره وکړه
په ننګرهار د بیلابیلو پوهنتونونو په سلګونو محصلینو د دوشنبې په سهار سوله ییزې مظاهرې وکړې.
دغه مظاهره چیان وايي، چې د رخصتی پر مهال د دوی یو شمېر محصلین د امنيتي ارګانونو له خوا په بېلابېلو تورونو نیولي، ولې تر اوسه پورې د هغوي دوسيې نه دي څيړل شوي او بې ګناه په بند کې پراته دي:
"محمد فهیم لاریون کوونکی: دغه کسان،چې په ناحقه نیول شوي،دي په خاصه توګه له امنيتي ارګانونو څه مو هیله ده،چې په راتلوونکې کې هم که پر کوم محصل يي شک وي باید د پوهنتون اداره او محصلین په جریان کې وساتي.
خیال جان مبارز لایون کوونکی:دغه اسیران محصلین،چې ټول ۲۵ تنه کیږي د بیلابیلو پوهنځیو څخه زموږ د ټولو غوښتنه داده،چې دا باید راخوشې شي او که راخوشې نشي زموږ مظاهرې به همدا سې روانې وي"
په ننګرهار کې د طب پوهنځي،تعلیم و تربیه پوهنتون او په درونټې کې د ننګرهار پوهنتون محصلینو په یو وخت سره دغه مظاهرې ترسره کړې.
د ننګرهار پوهنتون محصلینو له دې وړاندې هم په وار وار مظاهرې ترسره کړي،چې له مظاهرو څخه يي ورته غوښتنې وې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjj0k.yt0n96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته