دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 63848
د ناټو ځواکونو د حضور پر سر د هند او روسیې اختلاف
تاند- د هند مشهورې انګلیسي ژبې ورځپاڼې(دي هندو) په یوه راپور کې وویل چې هندوستان او روسیه د افغانستان پر سولې موافق دي خو له دغه هیواده د لوېدیځو ځواکونو د وتلو پر مسلې اختلاف لري.
د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید (دي هندو) ورځپاڼې ته وویل:«هند او روسیې په دې سلا کړې چې د سولې او پخلاینې د بهیرمالکیت باید د افغانانو وي او له دوی څخه راولاړ شوی وي. پر افغانستان څوک له مخکې څخه د حل تیاره کړې طرحه نه شي منلی او نه شي ورته ویلی چې هغه ومني. د حل لار باید له افغانستانه راووځي.»
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د الماتي تر کنفرانس مخکې وویل:«موږ د پخلاینې د بهیر ملاتړ کوو. خو باید د پخلاینې د پروسې مشري د افغانانو په لاس کې وي. دا سمه نه ده چې طالبان له امریکایانو، بریتانیایانو یا بل چا سره خبرې وکړي او بیا هغه (درېم لوری) د حامد کرزي له حکومت سره خبرې وکړي.» 
د الماتي په کنفرانس کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ایګورمورګولوف د امریکا د متحدو ایالتونو پر دې پلان نیوکه وکړه چې د ملګروملتو له تاییده پرته په افغانستان کې پوځیان پرېږدي. ده وویل:«موږ د ملګروملتو له موافقې پرته په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره د ایساف د ماموریت د بدلولو د پلان ملاتړ نه کوو.»
هند د افغانستان د بیارغونې په هلوځلو کې د پاکستان له رول څخه اندېښمن دی. خو د مسکو او نوي ډیلي ترمنځ ترټولو زیات اختلاف له افغانستانه د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي پر سر دی.
مسکو له ناټو غواړي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور د دوام د څرنګوالي او د شتون د مودې په اړه د ملګروملتو امنیت شورا ته بشپړ راپور ورکړي.

خو هند د روسیې د دې غوښتنې ملاتړ نه کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي خورشید وویل:«د امریکا متحدو ایالتونو د م.م. د امنیت شورا د بندیزونو غوښتنه ونه کړه، د امریکا ماموریت به د م.م. د سوله ساتنې ماموریت نه وي. امنیت شورا په هر هغه ځای کې چې اړتیا وي له دې پرته چې د سولې ملاتړ وکړي بله لار نه لري.»
د هند د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې هم یوازې هغه وخت کېدای شي چې هغوی سرې کرښې ومني چې د افغانستان د اساسي قانون د منلو په شمول د جګړې بس کول دي.
ده وویل، هغه سرې کرښې چې په ۲۰۱۲ کال د لندن په کنفرانس کې پرې موافقه شوې وه، د الماتي په کنفرانس کې پرې تاکید وشو.
مسکو اندېښمن دی چې پینتاګون په افغانستان کې د دایمي اډو د جوړولو په فکر کې دی او دا اډې به ممکن د ایران او منځنۍ اسیا پر خلاف وکارول شي.

خو هند د م.م. له موافقې پرته غواړي چې امریکايي پوځیان په افغانستان کې حضور ته دوام ورکړي. هند یوازې په دې برخه کې له مسکو سره موافق دی چې د ناټو او امریکا پوځیان باید له افغانستانه بشیړ ونه وځي.
ښاغلي خورشید دې مسلې ته په اشارې وویل:«موږ فکر کوو چې (له افغانستانه) د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار اخیستل کېږي، موږ نه غواړو چې په دې کار کې بیړه وشي. خو دا مسله له افغانستان سره اړه لري چې له امریکا سره پرې خبرې وکړي. موږ هر هغه څه منو چې د افغانستان حکومت ورسره موافقه کوي.»
د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی خورشید به نن /دوشنبه/ له روسي چارواکو سره د افغانستان او سیمې په اړه خبرو ته دوام ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7793.ak9wt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته