دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 67930
د اسلام مقدس دین د ښځو پرخلاف تاوتریخوالی په څرګنده توګه منع کړی دی
د عالمانو د سراسري شورا رئیس او د هېواد په ۳۴ ولایتونوکې د دغې شورا غړو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې وویل چې د اسلام مقدس دین په کورني او اجتماعي ژوندانه کې هر ډول افراط او تفریط او تاوتریخوالی غندلی او د اعتدال خوښونکي قانون په توګه یې خلک د هرډول لمسوونکي عمل، حسد او غضب پر وړاندې صبر او حوصلې ته رابللي دي.
د عالمانو د سراسري شورا په مصوبه کې چې نن له جمهوررئیس سره په کتنه کې ولوستل شوه، ویل شوي دي چې د قرآن کریم د سوره النساء په ۱۹ آیت کې راغلي دي چې له ښځو سره ښه او نیک سلوک وکړی. همدا راز حضرت محمد (ص) فرمایلي دي چې: "له تاسو څخه غوره کسان هغه دي چې د خپلو ښځو لپاره ښه و اوسي او زه له تاسو ټولو څخه له خپلې کورنۍ سره ښه چلند کوم."

همدا راز په دغه مصوبه کې ویل شوي دي چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د خپل مبارک عمر په اوږدوکې له هیڅ انسان او حتی حیوان سره هم تاوتریخوالی نه دی کړی.
د عالمانو سراسري شورا هغه تروریستي برید چې د سې شنبې په ورځ د سترې محکمې پر وړاندې د اسلام د دښمنانو لخوا ترسره شو، په کلکه وغانده او څرګنده یې کړه چې د بې ګناه ښځو، نارینه وو او ماشومانو وژل چې په هرنامه وي د اسلام د مقدس دین له نظره حرام او ناروا دي.
د عالمانو سراسري شورا په مصوبه کې ویل شوي چې دغه شورا د اسلامي احکامو په اساس د سولې په ښیګڼې باور لري او د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړي چې د اسلام د مقدس دین د لارښوونو له مخې دې خپلو اختلافاتو ته د روغې جوړې او بین الافغاني ډیالوګ له لارې د پای ټکی کیږدي چې خدای مه کړه په نا اګاهانه ډول د پردیو د سیاسي او نظامي اهدافو ښکار نه شي.
دغه شورا د افغانستان له دولت او په ځانګړي ډول د سولې له عالي شورا څخه غواړي چې د بهرنیو لوبغاړو دسیسو ته متوجه و اوسي او هیڅکله دې هم داسې شرایط ونه مني چې زموږ سیاسي نظام، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او ملي یووالي ته زیان و رسوي.
د عالمانو سراسري شورا همدا راز په خپله مصوبه کې ویلی دي چې له یوې مودې ر اهیسې پوهنتونونه او درسي ټولګي د سیاسي اهدافو د ترسره کېدلو لپاره د مشاجرو اوکشمکشونو په میدانونو بدل شوي دي چې د پوهنتونونو د فضا سیاسي کېدل زموږ د هېواد او ملت په خیر نه ده.
شورا ټینګار کوي چې استادان او محصلین دې خپلې مظاهرې ودروي او خپلو زده کړو ته دې دوام ورکړي.
د عالمانو شورا د افغانستان له دولت څخه هم غواړي چې د استادانو او محصلینو معقولو او قانوني غوښتنو ته دې ځواب و وایي.
حامدکرزي د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مصوبه د افغانستان د ملي ګټو او د دیني ارزښتونو د ساتنې په لاره کې مهمه وبلله.
د هېواد جمهوررئیس د سولې د بهیر په اړه د عالمانو شورا یادونه د ارزښت وړ وبلله، وې ویل چې په اصل کې د طالبانو ترشا خارجي قوتونه ولاړ دي او طالبان هسې یو نوم دی او افراد دي چې استعمالیږي له همدې امله هڅه کوو چې دا پروسه په پوره دقت او احتیاط سره پر مخ بوځو ترڅو د سولې پروسه په بشپړه توګه افغاني و اوسي.
حامدکرزي په دغه غونډه کې پر افغان طالبانو غږ وکړ چې له تاسو موږ دلته ډیر احتیاج یو خو غیرت، مسلماني، شهامت او استقلالیت مو نه دی بایللی د خپلې خاورې څخه د دفاع په لاره کې ولاړیو. طالبان دې د پردیو له سلطې څخه ځان خلاص کړي، خپلې خاورې ته دې راشي. هلته به بیا د دې خاورې قوت دوه برابره شي.
د هېواد جمهوررئیس د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه د عالمانو شورا د مصوبې په تائید وویل چې د اسلام مقدس دین د ښځو پرخلاف تاوتریخوالی په څرګنده توګه منع کړی دی چې هر مسلمان باید د اسلام د مقدس دین لارښوونې په خپل ځان عملي کړي.










سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxoqe.2bqm18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته