دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 68822
ډابینز: د سولې په خبرو کې پرمختګ په طالبانو پوري تړلی
تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازي د دوشنبې په ورځ وویل: د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ کاملاً په طالبانو پوري اړه لري چې ایا دوی خبرو ته تیار دي او کنه دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې جېمز ډابینز په قطر کې د احساساتو او ولولو په منځ کې د دفتر پرانستنه د طالبانو له لوري د تبلیغاتي استفادې هڅه وبلله.
د امریکا خاص استازی په قطر کې د څو ورځو له تېرولو وروسته پرون/دوشنبه/ کابل ته راورسېد او له ولسمشر کرزي سره یې ولیدل.
ده وروسته د افغانستان د سولې د عالي شورا له دوو غړیو سره هم ولیدل او له ولسمشر کرزي سره یې خپلې خبرې مثبتې وبللې.
ده وویل:«موږ د پخلاینې پر اوسني بهیر، چې طالبانو ته ځنډېدلی چې ایا دوی غواړي چې خبرې وکړي او که ونه کړي، نظرونه تبادله کړل.»
تر ډابینز یو ساعت مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په هند کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له طالبانو سره د خبرو شرطونه لا پوره شوي نه دي.
ډابینز په کابل کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د سولې په خبرو کې ګډون کوي او کنه کوي؟ وویل:«دا مسله لا څرګنده نه ده. زه اصلاً نه یم خبر. انتظار یو چې له دوی څخه واورو.»

ډابینز همداراز وویل چې له څو میاشتو راهیسي له طالبانو سره منظمې او غیرمنظمې خبرې کوي او غیرمستقیمې خبرې خو یې له یو نیم کال راهیسي دوام لري.«نو ویلی شم دا کومه حیرانوونکې هڅه نه ده. خو دا څرګنده نه ده چې ایا طالبان د هغو شرایطو پراساس خبرو ته تیار دي او کنه دي چې موږ ټاکلي، باید دوی ته انتظار وایستل شي.»

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ویلي، واشینګټن په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په څرنګوالي غوسه شوی .

د نوموړې په وینا د اسلامي امارت نوم ، سمبولونه ، اونښې په هغه توافق برابرنه وو چې مخکې یې ژمنه شوې وه .
تر دې مخکې پرون په قطر کې د طالبانو د تحریک د سیاسي دفتر غړي محمد سهیل شاهین په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوی په دوحه کې د خپل دفتر د (اسلامي امارت) د لوحې او بیرغ په اړه خپل دریځ بدل کړی نه دی او لا هم په بیرغ او د اسلامي امارت پر لوحې ټینګار لري.
طالبان وايي چې د قطر د حکومت په اجازه یې پر خپل دفتر د اسلامي امارت لوحه او سپین بیرغ درولي و چې وروسته قطري چارواکو لېري کړل
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxj09.yt0jx6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته