دخپریدو نیټه :جمعه ۴ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 71187
د مصر پوځ تر سبا مازیګره اخوان المسلمین ته فرصت ورکړ ،د پوځ تر ملاتړ لاندې سیاسي بهیر سره یوځاي شي
د الیوم السابع د راپور له مخې د مصر یوه پوځي چارواکي وویل د مصر پوځ تر سبا مازیګره اخوان المسلمین ته فرصت ورکړ ،د پوځ تر ملاتړ لاندې سیاسي بهیر سره یوځاي شي،مونږ هیڅ اقدام نه کوو، خو د اخوان المسلمین او پلویانو لخوا به یې هر ډول تاوتریخوالې ته له بلنې سره جدي چلند وکړو .

د مصر دغه پوځي چارواکی وايي پوځ له ګروهنو لیرې له آرامو معترضانو ملاتړ ته ژمن دی .

له بلې خوا د مصر وسله وال ځواک عالي شورا هم نن د مرسي د مخالفانو او موافقانو د لاریونونو په مهال ویلي دي ،پوځ به د خلکو پرضد وسله وا نه اخلي، خو له خپلې وسلې به له تاوتریخوالو او ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره استفاده وکړي .




سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz8bz.rhb8wp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته