دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۶
د مطلب کود : 72468
دمصر اخوان المسلمین وايي ۱۳زروکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې،خو حکومت وايي ۴۶۴ تنه وژل شوي

مصر روغتیا وزارت وایي له پرونه راهیسې تراوسه د دغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کښې ۴۶۴ کسان وژل شوي او ۳۵۷۰ نور هم ژوبل شوي دي .
د دغه وزارت ویاند وایي ؛ په وژل شویو کې ۴۳ نور د امنیتي ځواکونه او نور ملکیان دي..
خو د مصر اخوان المسلمین وايي چې په ددغو نښتو کښې دري زره کسان د پوځیانو لخوا وژل شوي او له لسو زرو زیات ژوبل شوي دي
همدغه راز پریس ټي وي چینل هم خبرورکړ، د فرانسي ولسمشر ،د مصري پوځیانو لخوا د خلکو له وژلو وروسته ،په پاریس کښې د مصر سفیر د دغه هیواد خارجه وزارت ته وروغوښته ،د مصري معترضانو د ځپلو د بندولو غوښتنه او له نړیوالې ټولنې او د پاریس له ملګرو يې وغوښتل د مصر په اړه یو دریځ غوره کړي .
له بلې خوا د مصر غدالثوره ګوند مشر ایمن نور هم وویل د مصر حکومت د قاهري او نورو ښارونو د خلکو د وژلي مسؤل دی او په دې وینو تویونو سره د مؤقت حکومت رواوالی نه دی پاتې .
دا په داسي حال کښې دي چې د مصر د خارجه وزارت ویندویي ادعا وکړه،چې بهرنې چینلونو د مصر پرضد بشپړ رسندويي جنګ پیل کړی دی او د مصر د حالاتو په اړه حقیقي راپورونه نه خپروي .
له بلې خوا لویدیځو ډیپلوماټانو دا تائید کړي ده چې اخوان المسلمین په مصر کښې اخوان المسلمین منلي وه چې په سوله ایز ډول د مصر روان کړکیچ حل شي ،خو د پوځ مشر او دفاع وزیر دغه چاره رد کړي وه او په معترضانو يې حمله وکړه .
اخوان المسلمین ویلي دي خپلو سوله ایزو اعتراضونو ته به دوام ورکوي او د پوځ دغه پوځي کودتا به یو ځل بیا وځپي .
د مصر د پوځ ملاتړي موقت حکومت په هیواد کي د یوې میاشتې لپاره بیړنی حالت او په لسو ولایتونو کي دشپی ګرځیدنې بندیز اعلان کړ.
د مصر د موقت جمهور رئیس مرستیال محمد البرادعي د شخړو په اعتراض کې استعفی وکړه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceve8f.jh8wpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته