دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 75446
جمهوررئیس کرزي د اروپا ـ آسیا په اقتصادي غونډه کې ګډونوال وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي
د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي په ګډون د اروپا ـ آسیا اقتصادي غونډه، نن د چین هېواد د شانشي ولایت د شییان په ښارکې جوړه شوه.
جمهوررئیس پخپله وینا کې، په دې غونډه کې ګډونوال سوداګر دې ته وهڅول ترڅو په افغانستان کې سوداګریز فرصتونه وڅیړي او د " ام سي سي" او " سي ان پي سي" چينایي کمپنیو په څېر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
حامدکرزي وویل، سربېره پر دې چې افغانستان دیته چمتو دی ترڅو د آسیا-اروپا براعظم د مهمو سوداګریزو لارو څخه د یوې لارې په توګه خپل تاریخي رول بیا ولوبوي او د پانګونې او د سوداګرۍ د پرمختیا لپاره هم غوره فرصتونه وړاندې کوي. د منرالونو، هایدرو کاربونونو او نورو موادو په شمول، سترې خوندي طبیعي زیرمې لرو چې زمونږ ګاونډي هېوادونه او زمونږ سیمه ییز همکاران ورته د خپل مډرن صنعتي اقتصاد د رامنځ ته کولو او پایښت لپاره اړتیا لري.
حامدکرزي وویل چې د آسیا-اروپا براعظم په څلور لاره کې د افغانستان مهم موقعیت ته په کتو سره، زمونږ هېواد د ختیز او لویدیځ او د مرکزي او جنوبي آسیا د هېوادونو د بډایه مارکیټونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره یو طبیعی ځمکنی پُل ګڼل کیږي.
ده زیاته کړه چي افغانستان په داسې یو ښه موقعیت کې قرار لري چې کولای شي د اروپا او آسیا د اقتصادي مرکزونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانسپورتي ارتباطي لارو د پرمختګ په برخه کې ګټور واقع شي. د افغانستان جمهوررئیس وویل: څه د پاسه د دریو لسیزو په ترڅ کې، بهرنیو لاسوهنو، جګړې او ترورېزم د افغانستان ترانزیتي او ترانسپورتي زیربناوې او وړتیاوې له منځه یوړې. خو نن ورځ، مونږ له هغو تېرو تېارو لسیزو څخه تېر شوي یو. په ټوله سیمه کې مو د سوداګرۍ او سوداګریزو تبادلاتو لپاره د افغانستان د مرکزي موقعیت د بیرته ترلاسه کولو پخاطر، سترګامونه پورته کړي دي.
همدا راز حامدکرزي وویل چې د آسیا او اروپا سیمو ترمنځ د ترانزیت او د سوداګرۍ د جریان لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په هدف، مونږ د هېواد سړکونه او لوې لارې بیا رغولي، د اورګاډو د پټلۍ لارې مو جوړې کړي او سرحدي ترانسپورتي زیربناوو ته مو پراختیا ورکړې ده.
جمهوررئیس وویل: افغانستان چمتو دی چې د انرژي د لېږد، د اور ګاډو د پټلیو او سړکونو د ترانسپورت، ارتباطاتو او د سوادګرۍ د پرمختیا د تسهیل له لارې د جنوبي آسیا په شمول د آسیا-اروپا په براعظم کې د اقتصادي همکارۍ او ودې د چټکتیا په برخه کې مرسته وکړي.
ده څرګنده کړله چې مونږ د ورېښمو د لارې د اقتصادي کمربند د رامنځ ته کولو لپاره د چین د جلالتمآب جمهور رئیس ښاغلي شي جین پینګ له طرحې څخه ملاتړ کوو. د ورېښمو د لارې بیا رغاونه او پرمختګ چې افغانستان یې یوه برخه بلل کیږي، نه یوازې د سیمه ییزې همکارۍ او ملتیا لپاره بې سارې فرصتونه برابروي، بلکې د نړیوالې اقتصادي ودې او امنیت په لار کې هم مفید واقع کیږي.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان مهم موقعیت ته د اشارې په ترڅ کې ویل: د دغې مجمعې له موضوع سره سم چې " له رښتینو همکاریو نه د دوه اړخیزې چټکې ودې په لور" ده، غواړم له تاسو سره د افغانستان هغه فرصتونه او بالقوه ظرفیتونه شریک کړم چې له اوسني عصر سره سم د ورېښمو د لارې د بیارغاونې او د اروپا-آسیا د یو نوي داخلي اقتصادي جوړښت د رامنځ ته کولو په برخه کې ګټه ور واقع کیږي.
حامد کرزي د سیمې او نړی له هېوادونو سره ښو اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: ښه ګاونډیتوب، د باور وړ اړیکې، ګډ تفاهم او اغیزمنه همکارۍ د جنوبي آسیا په شمول د آسیا-اروپا په براعظم کې د پرمختیا، هوساینې او بریالیتوب د ګډو اهدافو د تحقق لپاره اړین شرطونه بلل کیږي.
ده څرګنده کړله چې له ګاونډیو هېوادونو او له سیمه ییزو همکارانو سره د څواړخیزو تماسونو د ټینګښت او پراختیا په خاطر، افغانستان په سیمه ییزو سازمانونو کې چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او ډیالوګ لپاره اسانتیاوې برابروي، د څارونکي په توګه او یا دایمي غړیتوب ترلاسه کړی دی.
جمهوررئیس د تروریزم ګواښ ته د اشارې په ترڅ کې وویل: دغه سیمه ییز بنسټونه دا مني چې ترورېزم نه یوازې زمونږ پرټولنو باندې ستر کړاونه تحمیلوي، بلکې زمونږ د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او ودې سرعت هم کموي.
حامدکرزي وویل: د پاکستان په پېښور او د کینیا د نایروبي په ښارونو کې وروستیو بریدونو د ترهګرو شبکو د فعالیتونو جغرافیوي وسعت په ډاګه کړ او دا یې ثابته کړه چې هیڅ یو هېواد د ترورېزم له ګواښ او تاوتریخوالي څخه خوندي نه دی.
جمهوررئیس حامد کرزي د غونډې برخه والو ته په خطاب کې وویل: زه نن له تاسو ټولو څخه غواړم ترڅو د تروریستي شبکو، د ترهګرو د پټن ځایونو او د هغو د مالي ملاتړ د سرچینو د له منځه وړلو په ارادې سره د ترورېزم او افراطیت پرخلاف د مبارزې په خاطر د اروپا-آسیا د ګډې همکارې د رامنځته کولو لپاره کار وکړو.
د افغانستان جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: په دې غونډه کې زمونږ ګډون دا په ډاګه کوي چې د آسیا او اروپا ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د ودې له لارې، مونږ ټول هوډ لرو ترڅو د خپلو ولسونو لپاره یوه غوره راتلونکې رامنځ ته کړو.
حامدکرزي وویل چې د آسیا او اروپا براعظمونه خورا زیات په یوبل پورې تړاو مومي او د دغو دواړو سیمو اقتصاد او امنیت هم ډیر زیات په یوبل پورې تړلی دی.
ده وویل: ګډې هڅې، همکارۍ او د یوبل ارزښتونو او ځمکنۍ بشپړتیا ته دوه اړخیز درناوی او ښه نیت زمونږ د هېوادونو لپاره د پرمختګ لار ګڼل کیږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9o05.yt0ko6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته