دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 76036
د فضل کریم نجيمي په نوم دریم کس هم نن رسما ځان کاندید کړ

دولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو دریم کس هم نن رسما ځان کاندید کړ.
د فضل کریم نجيمي په نوم یوه کس نن د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان ثبت کړ او احمدصابرتمکین او سوسن حاجتي په نوم دوه کسان یې د لومړي او دویمو مرستیالانو په توګه معرفي کړل.
په سیاسي ‌ډګر کې تراوسه د دوی نومونه نه و اوریدل شوي.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له مقره د ازادي راډیو خبریال وايي، تمه ده نن د ورځې په اوږدو کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو یو احتمالي او مهم کاندید عبدالرب رسول سیاف چې پرون یې له ولسي جرګې استعفی وکړه له خپلو مرستیالانو سره د نوم لیکنې لپاره د انتخاباتو کمیسیون ته ورشي.
سیاف ویلي چې د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسمعیل یې لومړی مرستیال دی خو تراوسه خپل دویم مرستیال نه دی اعلان کړی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjmyea.uqemtz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته