دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 76814
۴۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار، بغلان، سرپل، کندهار، میدان وردک، غزنی، پکتیکا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره
کړل، ۴۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۲۵ تنه ټپیان او ۱۳ تنه یی د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلی ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۱۳ کړې ډول ‌ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان، فاریاب، سرپل، ارزگان، هرات او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdoj05.yt09f6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته