دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 79353
روسیه وايي د اډو د لرلو په اړه دامریکا پر پلان اندېښمنه ده

تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازي له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د نهو اډو د لرلو په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو پر پلان اندېښنه ښکاره کړه.
د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته نن په یوه مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو اډې به پر ټولې اسیا ژور او جدي اغېز ولري او د پوځي عملیاتو لپاره به په لویه پیمانه د امریکا د حضور زمینه برابره کړي.
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ولسي جرګې ته وویل چې امریکایان له ۲۰۱۴ وروسته د بګرام د هوايي اډې غوښتونکي دي. د سپنتا په وینا وړې امریکايي ډلې به د افغانستان په نهو نورو سیمو، لکه کابل، شینډنډ، کندهار، جلال اباد، مزارشریف، هلمند، ګردېز، او هرات کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو لپاره پاتې شي.
سپنتا دا هم وویل چې له یوه هیواده پرته د چین او روسیې په شمول د سیمې نور هیوادونه په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو له اډو سره اختلاف نه لري. د سپنتا اشاره ایران ته وه چې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر په شمول یې څو چارواکو په زغرده د امریکايي پوځیانو له پاتې کېدا سره مخالفت څرګند کړی دی.
خو کابلوف نن وویل چې روسیه د دغو اډو په اړه ګڼې پوښتنې لري.
امریکا مخکې ویلي و چې په افغانستان کې به له اډو یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو لپاره کار واخلي.
کابلوف په عین حال کې وویل، افغانستان خپلواک هیواد دی او د دې ازادي لري چې له هر هیواد سره چې وغواړي امنیتي موافقه لاسلیک کړي، خو روسیه هیله لري چې په افغانستان کې د امریکا اډې به د روسیې په شمول بل هیواد ته امنیتي خطر نه پېښوي.
ټاکل شوې ده چې سر له سبا مشورتي لویه له امریکا سره پر امنیتي موافقې خبرې پیل کړي. په موافقه کې د امریکايي پوځیانو د اډو مسله هم شاملېږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcexx8f.jh8oni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته