دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 80296
د ننګرهار پوهنتون محصلینو د کابل-ننګرهار لویه لار د ترافیکو پر خ تړلې ده
د ننګرهار پوهنتون لسګونه محصلینو نن مظاهره کړې او د کابل او ننګرهار تر منځ لاره یې د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.
له سیمې د آزادۍ راډيو خبریال وايي، چې دا محصلین غواړي په الکترونیکي تذکرو کې د افغان او اسلام کلمې ذکر شي.
تر دې وړاندې په کابل کې هم د همدې موضوع په ارتباط مظاهره شوې وه.
مشرانو جرګې تیره اونۍ د نفوسو د احوالو د ثبت قانون چې الکترونیکي تذکرې یې هم یوه برخه ده، تصویب کړ.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې؛ په الکترونیکي تذکرو کې د یوه وګړي د قوم، مذهب او نورو مسایلو په اړه ټول معلومات د دوی په ډیټابیس کې ثبتیږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcceiq4.2bqxo8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته