دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۸
د مطلب کود : 82488
نوې نظرپوښتنه اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله مخکښ ښيي

تاند- د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، اکثره افغانان باوري دي چې د راتلونکي لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات به بې درغلۍ ترسره شي.
په دې نظرپوښتنه کې، چې د امریکا ګلیفم اسوسیسېټس څېړنیزې ادارې د (AIRC) افغاني ټولنې په همکارۍ کړې ده، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۱۴۸تنو څخه پوښتنې شوي دي.
که څه هم په افغانستان کې پر نظرپوښتنو زیات باور نه کېږي ځکه چې له یوې خوا خلک د زړه خبره نه کوي او له بلې خوا نظرپوښتونکي د سروې لپاره د خپلې سلیقې او نظر وړ کسان د مرکو لپاره غوره کوي، خو له دې سره سره د ګلیفم اسوسېټس ټولنې یوې مسوولې پیملا هنتر وايی، په سلو کې ۷۷ پوښتل شویو کسانو ویلي انتخابات به شفاف او بې درغلیو ترسره شي او ۸۹ فیصدو نورو ویلي چې رایې به یې محرمې وساتل شي.
د دې څېړنیز مرکز په نظرپوښتنه کې تر ټولو مخکښ کاندید اشرف غني احمدزی بلل شوی چې ورپسې د عبدالله عبدالله او قیوم کرزي نومونه راغلي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د طلوع تلویزیون په دوو نظرپوښتنو کې عبدالله عبدالله تر ټولو مخکښ ښودل شوی و.
په دې نظرپوښتنه کې ویل شوي چې په سلو کې ۲۹ پوښتل شویو کسانو ویلي چې اشرف غني احمدزي ته رایې ورکوي، په سلو کې ۲۵ عبدالله عبدالله یاد کړی او په سلو کې ۸ قیوم کرزی غوره بللی دی.
د عبدالرب رسول سیاف د پلویانو فیصدي په سلو کې شپږ، د عبدالرحیم وردک په سلو کې ۵، د ګل اغا شېرزي په سلو کې ۴، د قطب الدین هلال په سلو کې ۲، د داوود سلطانزوی او نادر نعیم په سلو کې یو ښودل شوې ده.
د هدایت امین ارسلا د پلویانو شمېر صفر بلل شوې ده.
په سلو کې ۸۵ پوښتل شویو کسانو ویلي، د کرزي د خوښې وړ کاندید ملاتړ به ونه کړي.
دا په داسي حال کې ده چې اکثرو کاندیدانو ویلي چې د کرزي ملاتړ ته اړتیا لري او که بریالي هم شي د کرزي له تجربو به استفاده وکړي.
په سلو کې ۶۱ ویلي چې د هر هغه کاندید ملاتړ کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې کوي.
په سلو کې ۷۱ پوښتل شویو کسانو له امریکا سره د افغانستان د ښو او نژدې اړیکو ملاتړ کړی دی، په سلو کې ۵۱ له پاکستان سره ښې اړیکې ضروري بللي دي.
اکثرو پوښتل شویو کسانو له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو لپاره له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکېدو ملاتړ کړی دی.
په سلو کې ۹۰ پوښتل شویو کسانو ویلي، هغه چا ته به رایه ورنه کړي چې په فساد کې یې لاس لرلی وي.
دا په داسي حال کې ده چې اکثره کاندیدان یا یې مرستیالان په فساد کې په لاس لرلو تورن شوي دي.
د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي وویل چې نه ده او نه ولسمشر کرزي دا نظرپوښتنه لیدلې ده خو دا د افغانانو لپاره نوې تجربه ده.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6kn6.23ni6djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته