دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۵
د مطلب کود : 82570
د  کابينې ۵ تنو نويو وزیرانو د لوړې مراسم پر ځای کړل
د کابينې ۵ تنو نويو وزیرانو چې په دې وروستيو کې يې د افغانستان د ولسي جرګې له لوري د باور رايې ترلاسه کړې، نن د افغانستان د جمهور رئيس حامدکرزي پروړاندې د لوړې مراسم پر ځای کړل.
په هغو مراسمو کې چې نن په ارګ کې ترسره شول، د بهرنیو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزير دین محمد مبارز راشدي، د اوبو او برېښنا وزیر عارف خان نورزی، د کانونو او پطرولیم وزير محمداکبر بارکزی او د سوداګری او صنايعو وزیر شاکر کارګر د وفادارۍ لوړه وکړه.
دوی سوګند یاد کړ چې د افغانستان د کابينې د وزیرانو په توګه به خپلې دندې د اسلام د سپيڅلي دین د حکمونو په حمایت، د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانینو په رعایت، د اتباعو د حقونو د حفاظت، د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د ملي وحدت په رڼا کې مخ ته وړي.په خپلو ټولو چارو کې به خدای ( ج ) حاضر ويني او ورسپارل شوې دندې به په صداقت سرته رسوي.
د لوړې له مراسمو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامدکرزي د کابينې ۵ تنو نويو وزیرانو ته د دندې مبارکي وویله او هغوی ته يې د هېواد او د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو په چارو کې د بریا هيله وکړه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyieo.uqe8az,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته