ملګرو ملتونو د فاریاب په مرکز کې پرونۍ چاودنه وغندله. په کابل کې د یوناما دفتر په خپار کړي بیان کې وویل، چې د ملکیانو وژل په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي او دا جنګي جنایت دی.
پرون سهار په میمنه کې د بازار په منځ کې چاودنه وشوه چې شپاړس تنه یې ووژل او شپږ دیرش نور یې ټپیان کړل.
د دې چاودنې ټول قربانیان ملکیان دي.
په کابل کې د ملګرو ملتو سیاسي دفتر یا یوناما څرګندوي چې د روان میلادي کال له پیله تردې دمه په افغانستان کې د ځان وژونکو بریدونو په ګډون په چاودنو کې یوسل او نوي ملکیان وژل شوې دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)