دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 91386
په کابل کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۳ تنه نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت همداراز خبر ورکړی چې؛ د کابل پولیسو، د مخدرو موادو د قاچاق په تور درې کسان نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې؛ دا کسان د کابل ښار د څلورمې او نهمې حوزې او د پلچرخي په اړوندو سیمو کې نیول شوي. د بیان له مخې دا کسان له ۱۴ کیلوګرامه تریاکو سره یوځای نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت همداراز په نیمروز ولایت کې د پولیسو په جلا عملیاتو کې له یوه سراچه ډوله موټر څخه د شپږ اویا کیلو ګرامه تریاکو او هیرویینو د کشف او د ډریور د نیولو خبر ورکوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcepx8o.jh8zvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته