دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 92425
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، د ۲۰۱۴ کال په څومیاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په مقایسه د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی اتلس فیصده زیات شوی دی.
د دې کمیټې رییس نجیب شریفي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پنځوس پیښې ثبت شوي دي.
شریفي وايي، په دې پيښو کې د خبریالانو د وژنې پنځه مورده هم په ثبت رسیدلي دي.
د یادې کمیټې چارواکي په ډېری دغو تاوتریخوالو کې حکومتي چارواکي او امنیتي ځواکونه دخیل بولي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjixeh.uqe88z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته