دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 94258
د ټاکنو پروسه دې له مهال ویش سره سمه بشپړه شي
د ناټو وايي چې افغانانو پخپل هیواد کې د دیموکراسۍ لپاره رایه ورکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د ټاکنو پروسه دې د مهال ویش سره سمه بشپړه شي.
دغه څرګندونې د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن،د بلجیم په بروکسل ښار کې د ناټو او ایساف همکارو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې دیوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
ددې غونډې وروستۍ برخه چې دافغانستان لپاره ځانګړې شوې وه ،پکې دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ارشاد احمدي هم ګډون کړی و.
د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن د خبري غونډې پر مهال وویل چې دوی په دې ځانګړې غونده کې دافغانستان پر وروستیو سیاسي او امنیتي حالاتو خبرې وکړې.
هغه دافغانستان وروستیو ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې سره وویل چې افغانانو پخپله خوښه درایو صندوقونو ته ولاړل او ددیموکراسۍ لپاره یې رایه ورکړه.
د ناټو سرمنشي وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو تر دویم پړاو وروسته باید د ټاکنو پروسه د خپل مهال ویش سره سم پرمخ یوړل او بشپړه شي.
خو داهم وایي چې د ټاکنو په اړه شوي شکایتونه باید دقانوني ارګانونو لخوا وڅیړل شي .
راسموسن له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې د ټاکنو په پروسه کې رغنده له مسوولیته ډک رول ولوبوي.
ده زیاته کړه، دغه کار دافغانستان د راتلونکي او په دغه هیواد کې زموږ دراتلونکي ماموریت لپاره اړین د.
د ناټو سرمنشي د ایساف د روان ماموریت په اړه وویل چې شپږ میاشتې دا پای ته رسیږي او د ټول امنیت او عملیاتو مسوولیت به دافغان ملي ځواکونو په غاړه وي.
د هغه په وینا، د ناټو هدف دادی چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د روزنې، همکارۍ او مشورې نوی ماموریت پیل کړي او په پرونۍ غونډه کې یې ددې نوي ماموریت پر عملیاتي پلانونو وروستۍ خبرې وکړې.
خو راسموسن وویل چې نوي ماموریت لپاره دوی یو قانوني چوکاټ ته اړتیا لري ، خو دغه قدم ناټو نه بلکې افغانان یې پورته کړي او هغه دا چې څومره ژر کیدای شي له امریکا او ناټو سره امنیتي سندونه لاسلیک کړي.
هغه زیاته کړه ،که سندونه لاسلیک نه شي، موږ نه شي کولی تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل عسکر پاتې کړو.
د ناټو سرمنشي وویل چې په دې غونډه کې دافغان ملي ځواکونو سره دوامداره مالي مرستو ژمنې بیا تکرار شوې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfc0d1.w6djtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته