دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 94356
بارک اوباما ټولو مسلمانانو ته د روژې میاشتې مبارکي وویله
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په نړۍ کې مسلمانانو ته د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو له کبله مبارکي وويله.
ښاغلي اوباما په يوه اعلاميه کې د امريکا په تعليمي؛ خيريه کارونو او د بېوزلۍ د کمولو لپاره د مسلمانو نقش وستايه.
په همدې حال کې، د افغانستان ستره محکمه وايي؛ مياشت تېره شپه ونه ليدل شوه او لومړۍ روژه به د يکشنبې په ورځ وي.
د افغانستان په ځينو برخو کې خلک شکايت کوي چې؛ د روژې په راتلو سره د خوراکي او نورو موادو بيې لوړې شوې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcepx8o.jh8eni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته