دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۳۳
د مطلب کود : 150874
په پاکستان کی د داعش حضور ته کتنه

 

 

په تیرو کلونو کی، د داعش یو راهبردی اهدافو څخه بقا او په سیمه کی پراختیا وو او له بل لوری د طبیعی فرصتونو شتون له امله د رشد لپاره د تبلیغات او نوی اړیکو فنونو په ګټه اخیستنی سره، په پاکستان کی خپل حضور پیاوړۍ کړی.

 

په پاکستان کی د داعش شرایط

 

داعش ولایه خراسان، د داعش بین المللی ډلی د ډلی څخه یو شاخه دی چی په اافغانستان او پاکستان کی فعال دی. په حقیقت کی په ۲۰۱۴ سپتامبر کی، داعش خپل نماینده و پاکستان ته واستول او په اکتبر کی، په پاکستان طالبانو څخه ځینی کسان لکه حافظ خان سعید د خرم او قبیله ای خیبر سیمو او پیشاور او هنګو سیمو څخه، د ابوبکر سره د وفاداری اعلان وکړ.

په تیرو کلونو کی، د داعش یو راهبردی اهدافو څخه بقا او په سیمه کی پراختیا وو او له بل لوری د طبیعی فرصتونو شتون له امله د رشد لپاره د تبلیغات او نوی اړیکو فنونو په ګټه اخیستنی سره، په پاکستان کی خپل حضور پیاوړۍ کړی.

په دی منځ کی په پاکستان کی د داعش حضور عددی قدرت دقیق تخمیمونه شتون نه لری او په پاکستان کی ۲۰۰۰-۳۰۰۰ مستقر ځواکونو ته اشاره کوی.

په دی حال کی حتی اوس هم د داعش حضور په پاکستان کی نه منل کیږی او رد کیږی، خو ددی ډلی حضور نشانی په ځینو لویو ښارونو لکه لاهور کی شتون لری او ځینی تحصیل کړی اقشار او زده کوونکی، د پاکستان طالبانو تحریک مخکنۍ غړۍ، جنګوی لشکر، جماعت الحرار، احرارالهند، ازبک جنګیدونکی او چچنی جنګیدونکی، مرکزی آسیا جنګیدونکی حضور ټوله په پاکستان کی د داعش ځواکونو حضور نشانو څخه دی.

سربیره پردی چی پاکستان د داعش نه حضور باندی ټینګار کوی خو خپله داعش دا ادعا کوی چی د ۱۲ زرو څخه ډیر کسان یی ددی هیواد په لویدیځ کی، ملاتړ کوونکی دی. په دی حال کی په تیرو میاشتو کی هم جناحی منځ نښتی ددی ډلی ازبکستانی او پاکستانی قوماندانانو ترمنځ د قوماندی مقام تصاحب لپاره سوی وو.

 

د پاکستانی تروریستی ډلو هملوریتوب و داعش ته

 

په حقیقت کی داعش پرخپل شبکه باندی سرمایه ګذاری لپاره د پاکستان په ښارونو او تروریستی ډلو جزب لپاره هڅی کوی او د ځینو په باور داعش په سرعت سره په پاکستان کی خپل رشد ته ادامه ورکوی. په دی شرایطو کی د بلوچستان مذهبی او قومی سیمو ترمنځ د داعش ډلی ملاتړ ډیر خطر شتون لری.

لکه څنګه چی د طالبانو تحریک څخه ځینی ډلی د ۲۷ بیلابیلو غیری دولتی کنشګرو څخه ( د تروریستی کوچنی ډلو ۲۰۰-۳۰۰ تنو څخه نیولی تر لوی ډلو پوری د ۵۰۰۰-۷۰۰۰ تنو) پوری په تیرو کلونو کی د داعش سره د وفاداری اعلان کړی دی.

د پاکستان جندالله ډلی اړیکی سربیره د داعش سره د پاکستان تروریسم سره مبارزی سازمان په اساس په پاکستان کی د ۳۵ فعال تروریستی ډلو څخه ډیر چی د هغه جملی څخه جنګوی لشکر دی، د داعش سره نږدی اړیکی لری.

 

د پاکستان دولت او داعش

په څو اخیرو کلونو کی، د اسلام آباد رسمی او نظامی چارواکی ټینګار کوله چی داعش په پاکستان کی پراخ حضور نه لری او حتی اجازه به ورنه کړی چی د داعش سیوری هم پاکستان ته ورسیږی. له دی نظره داعش په پاکستان کی هیڅ حضور نه لری او د اندیښنی خبره نه ده.

په حقیقت کی په تیر کال کی ځینی د داعش شمیر لږیدو له امله د داعش حضور کم ارزښته بلله او دا وضعیت همداسی ادامه لری.

ددی لید څخه اوس هم په پاکستان کی د داعش شتون نه منل کیږی او سربیره پردی چی پاکستان د داعش نوم د تروریستانو په لیست کی اضافه کړی دی همدارنګه داعش د افغانستان او دیورند مرزونو پوری اړوند بولی. له دی نظره داعش په افغانستان کی د پیاوړۍ کیدو په حال کی دی نه په پاکستان کی.

له بل لوری ځینی په پاکستان کی په دی باور دی چی داعش په پاکستان کی د بهرنۍ لوبو کوونکو له لوری ملاتړ کیږی او حضور لری. په دی نظر سره حتی د پاکستان ځینی ملی ګوندونه داعش د امریکا مزدور بولی او ځینی هم د هند ځواک باندی بدګمانه دی.

له دی لید څخه چی یواځی د کشمیر سره هم جوار سیمی د هند سره خط سیمی دی او ترڅو چی داعش د چین په سین کیانګ او پاکستان دننه اقدام وکړی هند هیڅ مشکل نه لری. د داعش پیاوړۍ کولو خطر د هند له لوری د بلوچستان په شان سیمو کی شته چی په هغه سره د چین او پاکستان اقتصادی ګټو ته زیان ورسوی.

 

د داعش په پياوړۍ کولو کی د پاکستانی مستقیم او غیری مستقیم نقش باندی ټینګار

 

په حقیقت کی پاکستان په تیرو کی هم د تروریستی ډلو مرکز وو او تروریستی ډلی ددی هیواد بی ثباته شرایطو څخه ګټه پورته کړی او اوس هم، په دی سیمه کی د داعش سرتیرو جذب او ټولونی اندیښنه منځته راوړی.

په دی منځ کی ۲۰۰ میلیون کسیزه نفوس، هسته ای تجهیزات، افغانستان ته نږدیتوب او بد اقتصادی شرایط، داعش لپاره په زړه پوری ځای او داعش ډلو پوری اړوند ډلو رشد په پاکستان کی دی او د ډیرو فعالو تروریستی ډلو حضور سره په پاکستان کی، ددی ډلی مخنیوی به ډیر سخت وی.

له بل لوری د افغانستان چارواکی او دولت توجه هم دی ته سوی دی چی ګواکی د پاکستان اطلاعاتی سرویس د داعش ډلی څخه مستقیم او غیری مستقیم ملاتړ کوی او پیاوړی کوی. له دی بعد څخه په افغانستان کی ځینی چارواکی وایی چی پاکستان د داعش ډلی څخه په افغانستان کی مالی ملاتړ کوی او داعش غړۍ د پاکستان څخه راغلی دی.

سربیره پردی دا بد ګمان هم شتون لری چی پاکستان نظامیان هم شاید د خپلو مقاصدو لپاره ددی ډلی څخه ګټه پورته کړی.

له دی لید څخه په افغانستان کی د داعش ډلی ترویج مستقیم نقش د پاکستان له لوری هم تر نظر لاندی دی.

 

مرکزی آسیا او سین کیانګ ته د داعش ترانزیت د پاکستان څخه

 

په حقیقت کی په تیرو کلونو کی د داعش اړیکه د ترکستان اسلامی ګوند سره ډیر سوی دی او د اړیکی د پری کیدو ګمان سربیره همدارنګه داعش په دی هڅه کی دی چی د ترکستان اسلامی ګوند څخه ډیر عناصر سره اړیکه ټینګه کړی.

سربیره پردی اوس دا شک هم سته چی داعش یا طالبانو سره د ازبکستان اسلامی ګوند اتحاد، داعشی جنګیدونکی په عراق او سوریه کی هم کولای سی د وزیرستان او بلوچستان ایالت څخه د داعش مرستی لپاره افغانستان جنوب ته وارد سی او یا هم د چین سین کیانګ، مرکزی آسیا او افغانستان شمال ته ولاړ سی.

 

نتیجه اخیستنه

 

که څه هم داعش په دی نه دی توانیدلی چی خپل حضور په پاسکتان کی د افغانستان په شان پر رنګ تره وښیی، خو همدا حضور کولای سی مشکلات وزیږوی. په داسی حال کی چی مخکی د داعش حضور په پاکستان کی نادیده نیول کیده، خو په اوس حال کی دا ډله په ځینو ښارونو کی حضور یی کشف سوی دی او حتی ادعا کوی چی ددی هیواد شمال لویدیځ څخه د ۱۲ زرو تنو ملاتړ جذب کړی دی.

بنا پردی د داعش پراختیا په پاکستان کی کولای سی چی فرقه کی مشکلات، د پاکستان اختلافاتو ډیریدل د ګاونډیانو لکه ایران او افغانستان سره، چین اقتصادی برنامی پرسر مشکلات رامنځته کیدل د بلوچستان په ایالت کی، تروریسم ترانزیت و مرکزی آسیا ته او... زمینه برابره کړی.

په دی منځ کی باید وویل سی چی پاکستانی امنیتی، سیاسی، ټولنیز ستونزو او سیاسی مشکلاتو له امله د مرکزی دولت ناتوانی ترڅنګ او همدارنګه د داعش داخلی ملاتړ، بین المللی او سیمه ایز ملاتړ کوونکو ته په توجه سره داعش به په پاکستان کی ډیر کم نه سی.

لیکونکی: فرزاد رمضانی بونش

https://avapress.com/vdca0wn6y49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته