دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۵۴
د مطلب کود : 154037
امریکایان نه بیګناه کسان ووژنې او نه هم بخښنه وغواړی!
جان نکلسن د ناتو ماموریت قوماندان په افغانستان کی وویل چی په افغانستان کی د غیری نظامیانو د وژل کیدو لپاره بخښنه غواړی او د هغه په وینا ناتو هڅه کوی ددی پیښو رامنځته کیدو څخه مخنیوی وکړی. د قندوز ولایت چهار دره ولسوالی کی د خارجی ځواکونو هوایی بریدونو وروسته چی په د عقرب په ۱۶ رامنځته سو، د هغه ولسوالی اوسیدونکی ویلی دی چی په هغه برید کی د ۱۰ تنو څخه ډیر غیری نظامیان وژل سوی او ۱۶ تنه نور ټپيان سوی دی. نکلسن چی د دوشنبه په ورځ په ناڅاپه توګه قندوز ته سفر وکړ، د ځینو چارواکو په جمع کی وویل: غواړم چی یو ځل بیا ووایم چی د غیری نظامیانو وژل کیدو څخه مخنیوی لپاره هر څه توان چی لرو ترسره به کړو. د ملکی کسانو تلفاتو لپاره چی په آخیرو بریدونو کی پیښ سوی دی، بخښنه غواړم. ښاغلی نکلسن مخکی هم ویلی وو چی سوله نه غوښتونکی طالبان هیڅ وخت سوله نه غواړی او متاسفانه باید ووژل سی یا هم د صحنی څخه وایستل سی. هغه وویل چی د ټاکنو رامنځته کیدل هم پر طالبانو باندی فشار واردوی او هغوی ته دا پیغام ورکوی چی د هغوی لپاره یواځنۍ لاره، د ټولنی سره یوځای کیدل دی نه جنګ. هغه همدارنګه زیاته کړه چی ددی استراتژی بل عمده برخه پر پاکستان باندی فشار راوړل دی ترڅو د دهشت اګنانو او تروریستانو ملاتړ څخه لاس واخلی چی افغانستان تر بریدونو لاندی راوړی. د پنتاګن چارواکو همیشګی ادعاوو په اساس، آمریکا ځواک ډیر پیچلی او نوی نظامی او استخباراتی تجهیزات په لاس کی لری چی دداسی دستګاوو او نظامی او امنیتی مدرن سیستمونو درلودنه، نظامی هددف نیونی غلطی حتی تر صفر پوری کموی. بناپردی، طبیعی خبره ده چی امریکایی نظامی ځواکونه په افغانستان کی باید د لږو غلطیو څخه هم په امان کی وی؛ ترڅو افغانستان بیګناه خلګ، هر میاشت او اونۍ او ورځ د خپل نږدی کسانو قتل عام شاهد نه وی او د امریکایی ځواکونو ځمکنې او هوایی بریدونو څخه په ټول هیواد کی په آمان کی وی. خو ددی ادعاوو سربیره خارجی ځواکونه عملیاتونو کی ددی کلونو په لړ کی د بی ځایه او ملکی کسانو د وژل کیدو او ټپیانو کیدو شاهدان یو چی افغانستان خلګو په وړاندی د خارجی سرتیرو او قوماندانانو نظر ته راګرځی؛ هغه نظر چی افغانستان خلګ د لوړ څخه بی ارزښته شیانو په اندازه بولی چی هغوی ځان او مال، کوم ته کوم ارزښت نه ورکوی ترڅو امریکایی سرتیری مجبوره کړی چی د هغوی ساتنې لپاره هڅه وکړی. څیړونکی او تحلیل کوونکی دلیل راوړی چی که افغانستان ملت په وړاندی داسی متکبرانه نظر نه وای، په دی ۱۷ کلونو کی به ولو لږ بدلون به د افغانستان خلګو په وړاندی د خارجی ځواکونو چلند کی راغلی وای او هغوی به کوښښ کولای د غیری نظامیانو تلفاتو میزان د امکان حده پوری کم کړی وای یا هم صفر ته رسولی وای، خو همدا چی لږ بدلون هم په دی برخه کی رامنځته نه سو، ثابتوی چی خارجی ځواکونه بالخصوص امریکایان په افغانستان کی غیری نظامیانو تلفاتو ته کوم توجه نه لری او خپله ځان د بیګناه کسانو مال او ځان ساتنی لپاره مسئول نه ګڼې. د جنګی جرائمو مسائلو پوهانو په باور، امریکایان د افغانستان خلګو په وړاندی د جنګی حقوقی قوانینو قبلولو پرځای، آسانه لاره انخاب کړی دی او هغه دا چی د هر وژنو په وړاندی خپل ژبې ته یو څه زحمت ورکوی او یو خالی بخښنه غواړی او نور پروا نه لری چی دا وچ بخښه غوښتنې زیان لیدلو کورنیو غم سره هیڅ توګه دوا نه سی کیدلای چی خپل ګران نږدی کسان له لاسه ورکړی دی او یا هغوی کورونه د خاوری سره خاوری سوی دی.
https://avapress.com/vdcfmjdyew6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته