دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 157003
افغانستان؛ نه امنیت، نه حقوق
سیګار ګزارش ورکړی دی چی افغانستان امنیتی قوا د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۶ کال پوری بشرحقوقو جدی ۷۵ نقضونه ترسره کړی دی چی هغه جملی څخه قتل، شکنجه او کوچنیانو باندی جنسی تیری دی. سیګار په دی ریپورت کې پر کوچنیانو باندی اوه جنسی تیری چی ادعا کوی د افغان قواوو له لوری ترسره شوی دی، روشانه کړی دی؛ خو په دی ریپورت کې راغلی دی: په پراخ توګه به پر کوچنیانو باندی د افغان امنیتی قواوو جنسی تیری به هیڅ وخت بی پرده پاته نه شی. په دی ریپورت کې همدارنګه راغلی دی چی ۲۲ قضیی ددی ۷۵ قضیو څخه محرمانه دی او فاش به نه شی. همدارنګه ۴۶ نور قضیی غیری قانونی وژنی او همدارنګه بندیانو شکنجه یا زورونه ده. دا په داسی حال کې دی چی د افغانستان داخله او دفاع وزارتونه په ۲۰۱۷ کال دسامبر کې نوی پالیسی د ملل متحد په هماهنګی سره، د کوچنیانو څخه ساتنې لپاره په مسلحانه جنګونو کې او هغوی په وړاندی تاوتریخوالی اعمالو څخه مخنیوی لپاره نافذ کړی دی. کارپوهان وایی چی په دی ریپورت کې مطرح شوی ادعاوو صحیح او نه صحیح توب څخه صرف نظر سره، حقیقت دادی چی نه افغانستان دولت، نه خارجی سازمانونه او هیوادونه په افغانستان کې د بشر اساسی حقوقو تامین په برخه کې کوم توفیق نه دی درلودلی. منتقدان وایی چی د څو پوسترونو چاپیدنه، یا څو موسمی او فصلی څو سوو صفحو خپریدنه او یا خبری ناستې نه شی کولای په افغانستان کې اساسی حقوقو تامین په معنی وی. دا په داسی حال کې دی چی بودجه او لګښتونه په دی برخه کې په مصرف رسول شوی دی، ډیر عریض او طویل نهادونه ددی نامه لاندی شکل نیولی دی او ډیر څېری ددی نامه لاندی اوبو او خوړو ته رسیدلی دی؛ خو آیا هغه بشر چی په قندهار او هرات او بدخشان او بامیان او غزنی او کاپیسا او بغلان کې ژوند کوی په حقیقت کې خپل حقوق ته رسیدلی دی؟ آیا کوم اساسی ګام په افغانستان کې د بشرحقوقو تامین لپاره اخیستل شوی دی؟ د پوهانو په باور، هغه لږ بشرحقوقو ضد قضیی او ګزارشونه چی په افغانستان کې خپریږی ډیر رسنیو آزادیو او رسنیو شکل نیولو پوری اړه لری؛ نه بشر حقوق څخه دفاع کوونکو نهادونو لاسته راوړنه. اوس هم حتی په پلازمینه کې، خودسرانه بندی کیدنه د اوسیدونکو حقوقو اساسی معضلاتو څخه دی. تراوسه هم مرګونۍ بریدونه د خارجی ځواکونو یا طالبانو له لوری،د بشر حقوق په نقض کې نه راځی. اوس هم د هیواد په لیری پرتو سیمو او ولایتونو او ولسوالیو کې د بشر حقوق وضعیت څخه کوم خبر نشته. افغانستان بشر حقوقو کمیسیون، ډیر هغه ګزارشونو خپرولو باندی اقدام کوی چی د بشر حقوقو نقض په برخه کې هغه قربانیان ورته مستقیمآ ددی کمیسیونونو نمایندګیو او دفاترو ته مراجعه کوی؛ خو ددی کمیسیون مامورین او کارمندان نه پوهیږی چی په بدخشان او هلمند او بغلان او فراه او نورو لیری پرتو ولسوالیو کې د هغه خلګو بشر او حقوق پر سر څه راځې. دا کار، یواځې د ښځې حقوقو باندی هم منحصر نه دی؛ نارینه هم په پراخ توګه په افغانستان کې، د بشر حقوق نقض قربانیان دی. دلوت هم په یو ډول سره د بشر حقوق سیستماتیک نقض کې لاس لری؛ د خودسرانه نیولو څخه تر فساد او اداری اختلاس او تر قوم ګرایی او انحصار طلبی او بی عدالتی او تبعیض پوری. خارجی ځواکونه هم په افغانستان کې د بشر حقوقو جدی ناقضانو څخه دی. طالبان خو د همغه شروع څخه اعلان کړی دی چی سازمان ملل په رسمیت نه پیژنی؛ بناپردی، هیڅ مرجع ته ځواب ویونکې نه دی او په خودسرانه توګه بندی کوی او نیسی، وژنی، سر وهی، بمونه ښخوی او انتحار او چاودنې ترسره کوی؛ خو هغه وخت چی نیول کیږی بیله کوم محاکمه آزاد کیږی. دا ډیر سادی او لمړنیو بشر حقوقو څخه دی چی په افغانستان کې حتی لمړیتوبونه هم نه رعایت کیږی؛ بلکه په پراخ او سیستماتیک توګه نقض کیږی او متاسفانه اصلی عاملین یی هم ډیر هغه ماجع دی چی خپله د بشر حقوقو دفاع او صیانت ادعا کوی. په دی حساب سره، په افغانستان کې، بشر حقوق عملآ د امنیت قربانی شوی دی؛ دا په داسی حال کې دی چی د امنیت په برخه کې هم نه خارجی ځواکونه او نه هم افغان امنیتی ځواکونه کوم توفیق او بریالیتوب لاسته راوړی دی.
https://avapress.com/vdcbgzb8frhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته