دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۱۳
د مطلب کود : 157110
د بلخ بحران په ډیرولو او کمولو کې د آمریکا نقش
امریکا کوم نقش د بلخ بحران په کمولو کې ترسره کولای شی؟ د بحران د کمیدو یا ډیریدو سبب ګرځی؟ سپین ماڼۍ اعلان کړه چی د بلخ ولایت پر سر کشمکش د نږدی څخه څیړی او د دخیل لورو څخه غوښتۍ دی چی د قدرت لیږد پرسر راولاړ شوی مشکلات سریع او سوله ایر لاری نه حل کړی. د ترامپ دفتر په خبرپاڼه کې راغلی دی چی ددی موضوع پرسر د مشکلاتو ادامه یواځی د افغانستان دشمنانو په ګټه دی. ددی خبرپاڼې په یو برخه کې راغلی دی: موږ په دی باور یو چی دا مشکلات باید په داسی توګه حل شی چی افغانستان اوسیدونکو ته دا باور ورکړل شی چی د نوی والی ټاکنه، د خلګو په وړاندی د ملی وحد دولت مکلفیتونه ترسره کولو لپاره توان ډیروی. سپین ماڼۍ ویلی دی چی دا جنجال په هیڅ صورت سره د تاوتریخوالی له طریقه د حل لاره نه لری او همدارنګه دخیل لوری هم باید افغانستان منافعو باندی خپل منافع په ترجح کولو سره د ددی بحران حل په وړاندی خنډ نه شی. سپین ماڼۍ ټینګار کړی دی چی دا مساله باید د خپله افغانانو له لوری د هغه هیواد اساسی قانون په چهارچوکاټ، قانون حاکمیت او برابری اصل په اساس حل شی. امریکا مخکې له دی هم لږ ترلږه دوه ځلې د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ رامنځته شوی بحران په اړه صریح موضع ګیری کړی دی. امریکا مواضع په دی اړه، عموما مشابه وو او د کارپوهانو په باور، امریکایان په دی موضع ګیریو سره ظاهرا هڅه کړی چی د افغانستان داخلی جناحو ترمنځ مشکلاتو کې دخالت ونه کړی؛ خو دا ددی سبب نه دی شوی چی تحلیلګران د امریکا اصلی اراده ددی موضع ګیریو څخه اخذ نه کړی. د پوهانو په باور، امریکا د همغه سره په دی اړه بی طرف نه وو. د بحران رامنځته کیدو لمړیو ورځو کې امریکا سفارت، په تلویحی توګه د ارګ موشع څخه په دی اړه ملاتړ وکړ. دا په داسی حال کې وو چی بلخ والی په صراحت سره اخطار ورکړ او خارجی لوری دخالت په دی بحران کې دخیل وبلل او هغوی ته توصیه وکړه چی بی طرفه پاته شی. شاید همدا اخطار ددی لامل شوی چی امریکا په چوپتیا کې، د بحران پروسه وڅیړی. سپین ماڼۍ شاید ددی هیله درلود چی دا بحران، ډیر ژر د اشرف غنی په ګټه خاتمه پیدا کړی؛ خو اوس داسی معلومیږی چی نه یواځی دا نه دی ترسره شوی؛ بلکه د ارګ او جمیت اسلامی ګوند نمایندګانو ترمنځ څو ځلی مذاکری نور هم تندتر او تهاجمی شوی او بلخ والی مواضع، بحران عملآ خطرناک مرحلی ته رسیدلی دی. د مایک پنس؛ ترامپ معاون موضع ګیری او اعلامیه په کابل کې او په دی اړه د امریکا سپین ماڼۍ اعلامیه د کارپوهانو په باور دا شکاره کوی چی امریکا د نږدی څخه دا خطر په ښه توګه حس کړی دی او اوس د مدیریت او مهار په لټه کې یی دی. په دی حال کې، کارپوهان دا پوښتنه رامنځته کوی چی امریکا کوم نقش د بلخ بحران په مدیریت کې ترسره کولای شی؟ د مشکلاتو او بحران د کمیدو یا هم د بحران لمن د پراختیا سبب ګرځې؟ تیره ورځ عطامحمد نور د نړیوال ټولنې څخه وغوښت چی افغانستان کې استبداد او فساد په وړاندی خپل چوپتیا مات کړی. ناظران وایی چی بلخ بحران، د هغه څه په خلاف چی شکاری، د شخصی ځای غوښتنو لپاره نه دی؛ بلکه د هغه بحران څخه منځته راغلی دی چی امریکا په یو دول سره په رامنځته کولو کې یی نقش درلود او د راتلونکی په اړه یی مسؤول دی او هغه، د ملی وحدت حکومت جوړیدنه ده؛ هغه حکومت چی هیڅ تعریف په اساسی قانون کې نه لری او اساس یی یو سیاسی توافقنامه تشکیلوی چی هیڅ عملیاتی نه شو. د بلخ والی او جمعیت اسلامی ګوند هم استدلال کوی چی ملی حکومت حکومت باید خپل حکومت رامنځته کیدو شرایط په نظر کې ونیسی او هغه توافقنامه چی تولید او تشکیل لامل یی شو، بیله کوم قید او شرط عملی کړی. سیاسی او ټاکنیز اصلاحاتو رامنځته کونه، پارلمانی ټاکنو او ولسوالی شوراګانو او لویه جرګه تشکیل د اساسی قانون تعدیل لپاره د نظام بدلون په مقصد، ددی توافقنامه اصلی برخې دی چی نه دی عملی شوی. په دی حساب سره، امریکا د قانون کوم حاکمیت څخه ملاتړ کوی؟ هغه قانون چی د دولت اصلی ارکان هم په هغه باندی نه دی پایبند، څنګه کولای شی د والیانو او نورو سیاسی جریانونو له لوری رعایت شی؟ جمیعت ګوند هم چی ښاغلی نور اجرایی رییس یی دی، د ملی وحدت حکومت جوړیدو یو لوری دی او له دی لید څخه، د پوهانو په باور، حق لری چی د سیاسی توافقنامه اجرا په برخه کې خپل مشروع مطالبات مطرح کړی. دا مسایلو ته په کتو سره، ددی مشکلاتو هر لوری څخه ملاتړ، د امریکا بی طرفی نقضوی او د بحران د ډیریدو لامل به شی.
https://avapress.com/vdca60n6w49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته