دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 162795
پر راتلونکې ټاکنو باندی د بیری او شک سیوري

 
اشرف غنی د شفاف ټاکنو د رامنځته کولو په اړه، د مجلس نمایندګانو ته په خطاب کې وویل چی حکومت په ټاکنو کې مداخله نه کوی؛ خو پارلمان هم باید په دی پروسه کې مداخلت ونه کړی.
اشرف غنی وویل چی پارلمانې ټاکنې باید شفاف او عادلانه وی او زه وعده او تعهد کوم چی دولت په دی برخه کې لاسوهنه نه کوی؛ خو زموږ غوښتنه داده چی پارلمان هم لاسوهنه ونه کړی.
ښاغلی غنی وویل چی د رقابت ډګر باید مسطح وی او راسی چی د ملت غوښتنه او اراده ازاد پریږدو چی چاته رای ورکوی؛ ما نه ګوند جوړ کړی او نه جوړوم یی؛ خو د ولسوال، ام، ټاکنې د حساب ورځ دی او په هغه کې باید ملت آزاد پریښودل شی او بیله کوم لاس وهنه قضاوت وشی.
ښاغلی غنی خلګو ته په خطاب کې وویل: بیره ونه لری او ثبت نام وکړی! داعش د مردم سالاری دشمن دی او هغوی د خلګو څخه بیره لری او په همدی خاطر پر دموکراسی باندی برید کوی.
ولسمشر ټینګار د مستقل، شفاف، آزاد او تقلب او جعل څخه خالی ټاکنو باندی په داسی حال کې صورت نیسی چی د رای ورکولو لپاره د نوم لیکل شویو کسانو شمیر، همداسی لږ او ناهیله کوونکې دی.
ددی وضعیت یو لامل د کارپوهانو په باور، د بیری له امله دی؛ بیره د ناامنی او تروریزم څخه چی په اخیرو کې یو نمونه د کابل په لویديځ کې، ۷۰ تنه شیعه ښځې او نارینه او بډا او ځوان او کوچنیان په شهادت ورسوله؛ خو دا پیښه، په دولت کې هیڅ جدی مشکل رامنځته نه کړه، هیڅ مسؤول مقام، ځای پرځای نه شو او هیڅ یو د قصور یا تقصیر له امله د ثبت نام کوونکو امنیت نه تامین په برخه کې، مؤاخذه نه شو.
په داسی شرایطو کې، څوک به د اشرف غنی غوښتنه د رای ورکولو لپاره د داعش څخه بیله کوم بیری جدی ونیسی؟
ښاغلی غنی که په دی برخه کې مسؤولانه او زړه سوانده تګلاره غوره کوی، امنیتی چارواکې باید د کابل لویدیځ برید او داعش له منځه وړلو کې ناتوانی لپاره راوغواړی او هغوی څخه په جدی توګه پوښتنه او څیړنه وکړی؛ هغه پیښه چی هیڅ وخت به نه شی رامنځته.
بل نکته چی د رای ورکولو شمیر باندی منفی اغیزه کړي او دا اغیزه، که وضعیت همداسی ادامه پیدا کړی، بیله شکه، راتلونکې ټاکنی تر خپل شعاع لاندی راوړی.
ښاغلی غنی ډیر ځلي ټینګار کړی چی په ټاکنو کې به دخالت او لاس وهنه ونه کړی او په تازګي سسره د مجلس څخه هم وغوښت ترڅو په دی اړه، بی طرفه پاته شی؛ خو دا ټینګار د خلګو بیری څخه کوم څه نه کم کړي؛ ځکه د ناظرانو په باور، کرزی نسبت و اشرف غنی ته، بی طرفی عمل کې کامیابه او حرفه ای عمل کوله؛ خو خلګ په عمل کې ولیدل چی کوم بلا د کرزی او ټاکنیز کمیسیونونو چی هغه طرفداره وو، پر دموکراسی باندی راوستله.
دا کار ته په کتو سره، د آزادی او استقلال څخه یواځې خبری کونه خلګو ته باور نه ورکوی او هغوی شک او تردید نه کموی.
خلګ باید د حکومت مشرانو عملی نتایج د هغوی تعهداتو څخه لیدلای وای چی ټاکنو کې اصلاحات، الکترونیکی تذکرو ویښ، ټاکنو قوانینو او نظام کې بدلون راوستنه او ملی مستقل ګوندونو باندی پراخ نظارت صلاحیت ورکونه لیدلي وای. هغه وخت چی په دی برخو کې په یو کې هم کوم بدلون نه دی راغلی، څنګه په خبرو او بی ځایه وعدو سره خلګ کولای شی د رای ورکونې نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړ شی؟
جاری وضعیت ته په کتو سره، خلګ هم ټاکنو امنیت لپاره بیره لری او هم شفافیت او مصونیت او سلامت ته یی؛ او دا هغه څه دی چی په خبری کولو سره د له منځه وړلو وړ نه دی.
 
 
https://avapress.com/vdcf10dytw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته