دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 165431
امنیتی تړون او مجلس؛ هغه لاره چی بیرته ګرځیدنه نه لری

 
د مجلس ځینی نماینده ګان، افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتی پیمان ناکارآمد بللی او ټینګار کړی چی دا پیمان باید د مجلس له لوری بیا وڅېړل شی او که ګټه ور نه وو نو لغوه دی شی.
لطیف پدرام؛ د بدخشان خلګو نماینده وویل: د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتی پیمان امضا کیدو سره همزمانه هیواد کې بحران ډیر شوی دی.
پدرام زیاته کړه چی د امریکا سره د امنیتی پیمان یواځنۍ ګټه داوه چی جنګ د جنوب څخه و شمال او هیواد ختیځ لوری ته لاړ او ډیر سیمې ناامنه شو.
فرقانی؛ مجلس بل غړۍ هم وویل: په لمړیو کې دا ګمان وو چی د امنیتی پیمان امضا کیدو سره به، سوله او ثبات هیواد کې راشی؛ خو ددی پیمان په امضا کیدو سره ناامنی ډیر شوی دی.
هغه زیاته کړه: امنیتی پیمان بی ګټی پاته کیدنه د قبول وړ نه دی او دا تړون باید لغوه شی.
مجلس مشر د نمایندګانو څخه وغوښتل چی یو ورځ خپل پررنګ حضور سره مجلس ته راشی او ددی تړون په اړه خپل نظر وړاندی کړی.
کارپوهان وایی چی د امنیتی تړون امضا کارکد او مهم انګیزه سولې او اسقرار او امنیتی او سیاسی ثبات ته لاسرسی دی او که ددی امنیتی تړون سربیره بیا هم دا اهداف محقق نه شی، دا تړون امضا به خطر یی تر ګټې ډیره وی.
دا همغه وضعیت دی چی اوس په افغانستان کې په شکاره توګه یی شاهد یو.
امنیتی تړون لکه څنګه چی نمایندګانو مجلس نیوکو او همدارنګه سنا مجلس غړیو خبرو څخه شکاره شوی دی، بیله ناامنی او بحران او بی ثباتی ډیرونې څخه بل کوم کار نه دی کړی.
قرار وو چی امنیتی تړون د افغانستان لپاره سوله او ثبات او اقتدار او استقرار او پرمختګ رامنځته کړی؛ خو بالعکس، نه یواځی چی هیڅ کوم یو یی رامنځته نه شو؛ بدتر ددی څخه چی افغانستان ته داعش لیږد، د هیواد د لوی خطر سره مخ کړی دی؛ هغه خطر چی معلومه نه ده چی د امریکایی ځواکونو ناتو ځواکونو حضور سره په افغانستان کې، کوم یو به هغوی مصاف ته لاړ شی او دا سرطانی غده له منځه یوسی.
د ناامنیو لیږد د هیواد جنوب څخه و شمال او ختیځ لوری ته هم د تروریستانو قدرت او سلطه لمن پراختیا او ښارونو او ولسوالیو ته د هغوی قدرت پراختیا ددی امنیتی تړون پیامدونو او نتیجو څخه دی.
په دی حساب، نمایندګان او خلګ حق لری چی د امنیتی تړون او افغانستان سولې او ثبات او سیاست په اړه پوښتنه ولری او دا تړون د خنډ سره مخ کړی.
خو په دی ځای کې مجلس نمایندګان او سنا مجلس هم خپله د هغه کسانو څخه دی چی افغانستان راتلونکې او ننۍ نسل په وړاندی د امنیتی تړون امضا په اړه باید ځواب ګویه وی.
هغوی نه شی کولای چی په دی نیوکو سره خپل تاریخی مسؤولیت څخه تیښته وکړی؛ ځکه هغوی وو چی ددی تړون امضا په وخت کې، حتی د منتقدانو نظریاتو وړاندی کولو مخه ونیوله او په دی توګه، ددی تړون مخالف نمایندګانو په اهانت او تحقیر سره، دا تړون تصویب کړ.
بناپردی هغه لاره چی نن مجلس نمایندګان تللی، یو لوری لاره دی. امنیتی تړون پر خلګو باندی تحمیل شو او د امریکا او ناتو ورځ په ورځ مرګونۍ عواقبو مسؤول د استعمار داخلی مزدوران هم دی.
 
 
https://avapress.com/vdcfmtdyyw6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته