دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 175800
د بشر حقوق پارادوکس او طالبانو سره سولې پروژه

 
په افغانستان کې د ملل متحد معاونت هیآت(یوناما) ټینګار کوی چی تراوسه په افغانستان کې بشرحقوق په برخه کې ځینی اندیښنی شته.
یوناما په افغانستان کې اساسی آزادیو او بشر حقوق ترویج او ساتنې غوښتونکې دی.
د یوناما په اعلامیه کې راغلی دی چی ملل متحد دی ته په اشاری سره چی سوله، ملی آشتی، حقیقت ته لاسرسی، ځوابګویه کیدنه او عدالت د افغانستان راتلونکې لپآره مهم نقش ترسره کوی.
یاماموتو وویل: بشرحقوق د ملل متحد اساسی فعالیتونو څخه دی او په افغانستان کې د فعالیتونو هسته تشکیلوی، هغه ځای چی موږ د افغانانو څخه ملاتړ لپآره خپل افتخار لرو.
هغه زیاته کړی: بشرحقوق نړیوال اعلامیه کې مندرج ارزښتونه بالخصوص د سولې راتلونکې خبرو اترو کې ډیر مهم دی، د بشرحقوق په برخه کې شاته تګ هیڅ د قبول وړ نه دی او کولای شی چی د سولې پروسی پایداری د چالش او مشکل سره مخ کړی.
مخکې له دی چی د بشرحقوق اصول ترمنځ پارادوکس په عامه ژبه د طالبانو سره امریکایی سولې په اړه خبری وکړو، ددی اړتیا شته دا نکته ته اشاره وکړو چی بشر حقوق، د هغه اعلامیه څخه برخمن دی چی په افغانستان کې سازمان ملل متحد معاونت هیآت ورته اشاره کړی دی.
هغه ځینی اصول چی بشرحقوق نړیوال اعلامیه کې راغلی دی، د نړی بیلابیلو هیوادونو کلتور، ادیان، اخلاقی منظومه او ینتونو او ملی ارزښټونو او باورونو سره په ټکر کې قرار لری. بشرحقوق نړیوال اعلامیه، ایدئولوژیک اصولو مجموعه وو څخه دی چی د غربی لیبرالیزم کلتوری نظامنامی په حیث، ټول نړۍ کې غرب اصولی اهداف شکاره کوی او نورو هیوادونو باندی غرب سلطی وروسته، ددی هژمونی څخه نه بیلیدونکې یوی برخی په حیث عمل کوی.
په دی حال کې، بشرحقوق په پراخه معنی، هغه څه نه دی چی څوک ورسره مخالفت ولری. په افغانستان کې هم د یو مسلمان هیواد په حیث، ټول خلګ اعتقادی لحاظه ځینی اصولو او ارزټونو رعایتونو باندی متضمن دی چی بشراساسی حقوق او نورو بنیادی ارزښتونو پوری اړه لری.
له بل لوری، طالبانو سره امریکایی سولې پروژه، ځینی دا ارزښتونه او اصلو چی د عدالت په اساس وی، خطر سره مخامخوی او جدی ګواښونو سره مخ کوی.
د مثال په توګه، زلمی خلیلزاد؛ د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې پروسه کې، په پاکستان کې د طالبانو نمایندګانو سره، تبانی کړی ترڅو د هغه ډلې په زرهاوو بندیان، بیله محاکمه او مجازاتو، د افغانستان دولت بندیخانو څخه آزاد شی.
دا تړون، صرف نظر ددی څخه چی اساسی قانون اصولو، افغانستان استقلال او هیواد قضاییه قوه ذاتی صلاحیتونو سره مخالف دی، افغانستان خلګو بشری حقوق د طالبانو مستقیم قربانیانو په حیث ترپښو لاندی کوی او هغه ډلې سره د امریکا سولې پروژی قربانی کوی.
په دی حساب، د یوناما اندیښنه په برخه کې د پوهیدو وړ دی؛ ځکه امریکا په دی برخه کې طالبانو ته امتیاز ورکوی چی په شکاره توګه د افغانستان خلګو حساب څخه او په هیواد کې تروریستی ډلو کلونو حضور او فعالیتونو څخه لګول کیږی.
امکان لری چی په نهایت کې د طالبانو سره تړون امضا شی چی په هغه کې، بشرحقوق ته یو حاشیه ای اشاره هم شوی وی او دا هم امکان لری چی همغه یو کوچنی اشاره، ملل متحد په شان سازمانونو ته ځوابګویه او کافی وی؛ خو دا به هیڅ وخت په افغانستان کې د تروریستی ډلو جنیاتونو قربانیانو لپاره کافی نه وی.
بناپردی، عدالت او بشرحقوق، هغو لمړیو مواردو څخه دی چی طالبانو سره امریکایی سولې پروژی قربانی کیږی او یوناما که په حقیقت کې د بشرحقوق په غم کې دی، باید سولې پروژی باندی امریکا غیری مشروع انحصار مات کړی او خلګو، دولت، اقوام او ټولو سیاسی جریانونو په مشارکت ورکولو سره، د سولې امریکایی پروژه په افغانی سولې پروژی باندی بدل کړی.
 
https://avapress.com/vdcgzn9qzak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې