دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 198137
دیموکراتیک میکانیزم ، د دیموکراتیک ضد جوړجاړی
داکتر عبدالله عبدالله؛ د ثبات او همپالنې ټیم رهبر ویلی دی چی د رایو بیاشمېرنې سره موافقت او رضایت د ټاکنیز شکایتونو کمیسیون په غوښتنه او حسن نیت شکاره کولو لپاره ترسره شوی او د ۳۰۰ زره اختلافی رایو ته مشروعیت ورکولو په معنی نه دی. د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر خپل هوادارانو کې وویل چی تقلب نه ډک حکومت نه منی.

ښاغلی عبدالله زیاته کړه چی د ټیم رهبری په دی اقدام سره ټاکنیز کمیسیونونو ته فرصت ورکړی ترڅو خپل تصمیمونه د قانون، لوایح او تصویب شوی طرزالعملونو په اساس واخلی.
عبدالله عبدالله ټینګار کړي چی تر آخره مبارزه کوی او تقلبی حکومت نه منی.
عبدالله وویل چی هغه ټیم هیڅ اضافه شی نه غواړی؛ خو په عینی حال کې هیڅ وخت او په هیڅ شرایطو کې اجازه نه ورکوی چی کوم کار ترسره شی چی هیواد کې دموکراسی مخه ونیسی.
د عبدالله تصمیم شرایط د ټاکنو کمیسیون او البته دولت ساز ټیم په ګټه به بدلون ورکړی. ټاکنو کمیسیون چی اخیرو کې د ۷ ولایتونو رایو بیاشمېرنې نه بغیر لومړنۍ نتایجو اعلان ته مجبور شوی وو چی د ښاغلی عبدالله هوادارانو له لوری، بند شوی وو، دا ځل کولای شی په ډیر صلاحیت سره دا پروسی ته ادامه ورکړی او په دی توګه هغه نتایجو ته چی قرار دی اعلان شی، مشروعیت ورکوی.
داچی پرده ترشا کوم معامله ترسره کیږی، مشخص نه دی؛ خو د کارپوهانو په باور، ښاغلی عبدالله باید پوه شی چی ۷ پاته ولایتونوکې د رایو بیاشمېرنی سره ټاکنو کمیسیون لوړ موضع کې به قرار ونیسی او هغه نتایجو لپاره چی اعلان کیږی، مشروعیت او اعتبار ورکوی.
بناپردی، ښاغلی عبدالله نه شی کولای د تقلب څخه خبری وکړی او ټاکنو کمیسیون کارونو په وړاندی خنډ رامنځته کړی.
حتی ددی احتمال شته چی د ثبات او همپالنې ادعا د ۳۰۰ زرو رایو په اړه نور ونه اوریدل شی؛ ځکه هغه بل موثر او کارآمد وسیله خپل داغوښتنې ترسره کولو لپاره نه لری او نه شی کولای په دی بهانه سره خلګ سړکونو ته وباسی. دا په داسی حال کې دی چی د ۷ ولایتونو رایو بیاشمېرنې پروسی په وړاندی خنډ رامنځته کولو سره کولای شوای د لومړنۍ نتایجو اعلان مشروعیت تر پوښتنې لاندی یوسی.
په دی حال کې، دابه ډیر ساده توب وی چی داسی فکر وکړو چی د عبدالله عبدالله دا تصمیم ددی لپاره وی چی هغه خپل کار څخه ستومانه شوی او دا نتیجی ته رسیدلی وی چی نور خنډ رامنځته کول ګټه نه لری. دا ټوله کیسه نه ده او بیله شکه د پرده ترشا نور حقیقتونه شته چی ددی تصمیم نیولو کې اغیزمند واقع شوی دی.
شاید د ۲۰۱۴ کال ټاکنو په شان یو ځل بیا یو خارجی عنصر په منځ کې وی. دا ځل د باراک اوباما پرځای دونالد ترامپ، تلیفون کړی وی.
حقیقت هرڅه چی وی، دا ناهیله کوونکې نتیجه څخه انکار نه شو کولای چی افغانستان کې ټاکنې، د همغه شروع څخه خپل قانونی او مشروع لاری څخه وتلی او باندونو، شبکو، قدرت کورنیو، فشار ډلو، داخلی او خارجی لابیانو او... په لاس کې قرار نیولی دی.
 
https://avapress.com/vdcexv8zfjh8ozi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته