دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 116627
ولسمشرغني: د هېواد سیاسي مشران دې له حکومت سره همکاري وکړي
ولسمشراشرف غني وايي، دی هماغه شان چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره یې همکاري کړې؛ د هېواد له سیاسي مشرانو څخه هم د همکارۍ تمه لري. د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله څه موده مخکې په هېواد کې د روانو ستونزو پړه د حامد کرزي پر حکومت واچوله او دې انتقاد ته په ځواب کې ښاغلي کرزي وویل چې عبدالله او غني دواړه د ده د حکومت وزیران وو. ښاغلي غني په پرونۍ ځانګړې مرکه کې څرګنده کړه چې دی په پخواني حکومت کې د خپلو اجرااتو دفاع کوي او زیاته یې کړه چې ده هغه مهال پخواني ولسمشر ته د همکارۍ لاس ورکړی و او دی هم په خپل وار له سیاسي مشرانو څخه د همکارۍ تمه لري: ((زه د جناب کرزي کابینه کې ډېر لږ وخت وم او تاسو ته معلومه ده چې هلته زما کار په اساسي توګه بررسي کېدای شي. دوهم وار هم چې راغلم زما مقام دولتي نه و؛ یعنې اداري- مشورتي و او ما خپله ملي دنده اجرا کړه؛ ځکه ضرور وه چې ولسمشر ته لاس ورکړو او ماوویل زر وارې. نو هیله ده د سیاست دا طریقه چې ما عملي کړه او هغه سلوک چې ما وکړ اوس یې نور مشران وکړي.)) ولسمشرغني د سیاسي مشرانو د همکارۍ غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د هېواد ځینو مخکښو سیاستوالو د ملي وحدت پر حکومت پراخ انتقادونه پیل کړي دي. د ولسي جرګې د رییس په ګډون د پخواني ولسمشر ځینو متحدانو حکومت د هېواد په روانو ستونزو کې په پاتې راتلو تورن کړی او په ځینو کړیو کې د یوې پراخې ملي غونډې یا لویې جرګې د رابللو او د نظام د بدلون طرحې هم مطرح کېږي. ولسمشر غني وايي چې دی دې نظریاتو ته د بیان له آزادۍ سره سم د درناوي په سترګه ګوري؛ خو په عین حال کې ټینګار کوي چې د ولس هیلو ته به ژمن پاتې شي: ((سیاست د مینې ازدواج او تړون نه دی. سیاست د تاریخ جبر دی. له هغو خلکو سره به ګوزاره کوئ چې تاریخ د مخورو سیاسیونو په توګه مطرح کړي دي. نو حدود به سنجوئ، خو سیاسي لوبې ته به هغه رقم تغییر ورکوئ چې د ولس آرزوګانې ترسره شي.)) له آزادي راډیو او شمشاد ټلویزیون سره په ځانګړې ګډه مرکه کې ښاغلي غني همداراز د خپلې ناروغۍ په اړه افغان غږ خبری آژانسزې رد کړې او ډاډ یې ورکړ چې پښه یې اوس روغه شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcirqazyt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته