دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۲
د مطلب کود : 137937
اوسنۍ جګړې د بیارغاونې او پراختیايي چارو فرصتونه له خطر سره مخ کړي
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : ولسمشرۍ ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې ۲۱) د فیض محمد کاتب هزاره د شپږ اتیایم تلین د علمي سیمینار کوربه وه او ولسمشر محمد اشرف غني په دې مراسمو کې د دغه تاریخ لیکونکي د کړنو د ستاینې تر څنګ اوسنۍ جګړې ته ګوته ونیوله، چې په وینا یې د بیا رغاونې او پراختیايي چارو فرصتونه یې له افغانستان اخیستي دي.
ولسمشر غني، له روان کړکیچه د وتو لار د یو بل زغمل او مشارکت بولي.
ولسمشر عدلیې وزارت ته امر وکړ، چې یو دولتي مډال د علامه فیض محمد کاتب هزاره په نوم چمتو او مزار یې ور جوړ کړي.
د ولسمشر دوهم مرستیال د دغه تاریخ لیکونکي آثار د ستاینې وړ وبلل.
هغه وویل: نوموړي حقیقت له مصلحتونو قربان کړی نه دی او د خلکو ګټې ورته له حکومتي او ځانګړیو هغو غوره وې.
د نوموړي په وینا؛ کاتب د وخت ډېر ترخه حقایق بربنډ کړي او په خپلو چارو کې رښتینی و.
علامه فیض محمد کاتب هزاره په ۱۲۴۱ ل کال په غزني ولایت کې زیږیدلی او پر ۱۳۰۹ ل کال یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.
هغه د تاریخ په لیکونکیو کې ځانګړی ځای لري، چې د اماني د مشروطه غوښتنې غورځنګ غړی هم و.
له دې تاریخ لیکونکي ډېر متني آثار پاتې دي، چې مشهور یې سراج التواریخ، تحفه الحبیب، تذکره الانقلاب ، نژاد نامه افغان ( یا نسب نامه افغانها)، تاریخ امانیه او ځینې نور کتابونه او مقالې دي.
https://avapress.com/vdcfmedyew6dm1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته