دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 184751
ولسمشرغني، په کابل کې د طالبانو ننی برید نه بخښونکی جنایت بللی
افغان ولسمشر غني پر کونټرپارټ موسسې د طالبانو ننی برید په سختو ټکو غندلی دی


ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیې کې د محمد اشرف غني له قوله ویل شوي، چې طالبانو پدې برید سره وښودله چې د سولې په اړه د لویې جرګې غوښتنې ته احترام نه لري.
غني ویلي:”طالبان باید د سولې په اړه د افغانستان د خلکو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، کنه نو د افغان زړورو ځواکونو لخوا به و ځپل شي”.
ولسمشر غني په دغې اعلامیه کې د نن ورځې په برید کې د قربانیانو له کورنیو سره د غم شریکۍ او ډاډ ګېرنې مراتب شریک کړي دي.
تر دې مخکې افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس هم د کابل  نني بریدونه په کلکه غندلي.
کابل کې د امریکا سفیر جان باس پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې په نښه شوې  کونټر پارټ  موسیسې، مرستندویه کارونه پر مخ وړل  او همداراز د افغان خبریالانو روزنه او ملاتړ یې کاوه.
کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسولین وایي چې د پیښې له ځایه تر دې مهاله ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي.
د دغو بریدونو د تلفاتو په اړه کره معلومات له رسنیو سره لا نه دي شریک شوي.
د  پیښې مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsab88rhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته