دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 123274
اجرائیه رئیس د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او ټولګټو هیوادونو د څانګي له مشر سره وکتل
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د انګستان د شاهي هیواد د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ټولګټو هیوادونو (کامن ویلت) او بهرنیو اړیکو د څانګي له مشر سایمن ګاس سره وکتل.
په دغه لیدنه کي د افغانستان د سیاسي وضعیت ترڅنګ د هیواد د سولي پر پروسې، امنیتي حالت، اقتصادي ودي او راتلونکي باندي خبري وسوې.
د انګستان د شاهي هیواد دغه مقام د هیواد له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي د افغانستان سره د اوږدمهالي همکارۍ لپاره د خپل هیواد ژمنه بیا تازه کړه او زیاته یې کړه، چي دوی په افغانستان کي دایمي سولي او امن ته سترګي په لاره دي.
هغه زیاته کړه، چي د سولي پروسه په افغانستان کي د ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي او بریالیتوب یې اساسي ضرورت دی.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د تیرو کلونو پرمهال د انګلستان هیواد له همکاریو د منني ترڅنګ هیله وښوده، چي دغه هیواد به د ډیري مودې لپاره د افغانستان ترڅنګ ودرېږې.
نوموړي زیاته کړه، چي افغان حکومت د اصلاحاتو یوه جامع لړۍ پیل کړې او په دې برخه کي یې له افغان ولس او نړیوالي ټولني سره د خپلو ژمنو عملې کېدو ته لاره هواره کړې.
هغه یادونه وکړه، چي افغان حکومت په پوخي برخه کي د لازمو تیاریو ترڅنګ د سولي پروسې ته هم امادګي لري او د سولي په مخامخ خبرو کي د ټولو افغاني ډلو ګډون ته لېوال دی.
ډاکټر عبدالله د نن په مجلس کي د ټاکنیزو سمونونو د پروسې په اړه هم خبري وکړې او وویل، چي دا پروسه د حکومت لپاره د لومړيتوب او سرې کرښي حیثیت لري او هر ډول ټاکني به تر هر اړخیزو اصلاحاتو وروسته کيږي.
https://avapress.com/vdcefx8zejh8wwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته