دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۵۰
د مطلب کود : 123440
له وکیلانو او سناتورانو سره تعقیبي ناستې به دوام ولري
د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني له وکیلانو، سناتورانو او د کابینې له غړیو سره د ګډو ناستو په لړ کې تېره شپه د شمال او شمال ختیځ زون له وکیلانو او سناتورانوسره په ګډه ناسته کې وویل، دا ناستې د دې لامل شوې، چې د هېواد د زونونو وکیلان او سناتوران د خپلو موکلینو غوښتنې او ستونزې له کابینې او د حکومت رهبري سره شریکې کړي.

په دې ناسته کې چې په ارګ کې جوړه شوه، ولسمشر وویل: د هېواد اساسي قانون د درې ګونو قواو رول په وضاحت بیان کړی او زه هم د درې ګونو قواو د رئیس په توګه درې واړو قواو ته په یو نظر ګورم.

ولس مشر غني وویل: په هرو دو میاشتو کې به له وکیلانو او سناتورانو سره تعقیبي غونډې جوړې شي، تر څو د وضعیت په هکله یو واضح درک رامنځته شي. هغه زیاته کړه، ټول والیان، وکیلان، سناتوران او د کابینې غړي به منظمې غونډې ولري، تر څو د هر ولایت په کچه ستونزې او غوښتنې په واضح توګه وارزوي.

دې ناستې ته اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خبرو پرمهال وویل، د قانون حاکمیت او د خلکو ملاتړ د نظام ثبات تشکیلوي او دا هغه وخت تحقق مومي چې د قواو تر منځ اړیکه د پایداره همکارۍ او همغږۍ پر اساس ولاړه وي. هغه دا بهیر موثر وګاڼه او وې ویل، د دې طرحې له لارې به د خلکو اساسي غوښتنې عملي شي.

وروسته د شمال او شمال ختیځ زون (بدخشان، بغلان، سمنګان، سرپل، تخار، جوزجان، کندز، فاریاب او بلخ) وکیلانو او سناتورانو خپلې سیمه ییزې ستونزې تشریح کړې.

هغوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تشکیل د زیاتوالي او سیمه ییزو پولیسو د پیاوړتیا، له اداري فساد سره د مبارزې، د کارموندنې په ځانګړي ډول ځوانانو ته، په ښوونځیو کې د بستونو د زیاتوالي، د ښځينه لیلیو جوړولو، د برېښنا، د سالنګ تونل د جوړولو، د کانونو د را اېستلو، صحي کلینیکونو، نښلونکو لارو او د کرنې د سکتور په هکله خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.

جمهور رئیس د وکیلانو او سناتورانو د خبرو له اورېدلو وروسته وویل، د اړوندو ولایتونو په هکله ستاسو تحلیل هر اړخیز او واضح وو او دا ناستې د خلکو د اساسي غوښتنو د پوره کولو لپاره مثبت او ګټورې پایلې لري.

جمهور رئیس وویل، له افغانستان سره د مرستو په برخه کې سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې او د وارسا او بروکسل په کنفرانسونو کې به چې له افغانستان سره د نظامي او انکشافي مرستو په هکله جوړېږي د افغانستان موجوده لاسته راوړنې او ظرفیتونه واضح شي.

جمهور رئیس غني وویل، نړیوالې ټولنې د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لګښتونو د ورکولو ژمنه کړې. هغه زیاته کړه، د هېواد هوایي ځواک به په نویو طیارو سنبال شي او د چین نظامي مرستې به هم ژر افغانستان ته را ورسېږي.

جمهور رئیس وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول القاعده او داعش ته جدي صدمه رسولې او هغوی به نابود کړي. هغه زیاته کړه، ډېر ژر به د هلیکوپترو او طیارو په تخنیکي او د ترمیم برخو کې امکانات برابر شي.

جمهور رئیس غني وویل، په پام کې ده چې د جګړ ې په لومړۍ کرښه کې ملي پولیس په درندو وسلو مجهز شي او امنیتي بودجې ته په پام به د سیمه ییزو پولیسو د تشکیل د زیاتوالي په برخه کې اقدامات وشي. هغه زیاته کړه چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پیاوړتیاته ځانګړې پاملرنه کېږي.

د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ، په ملي او هغو اقتصادي پروژو به زیات تمرکز وشي چې د ملي اقتصاد د تحرک او د کار د ایجاد لامل کېږي.

د هېواد جمهور رئیس وویل، د ولایتونو د سیمه ییزو ادارو په کچه باید واضح وظیفوي چوکاټ مشخص شي، تر څو د ۳۴ ولایتونو او وزارتونو تر منځ کاري تعادل او همغږي رامنځته شي.
https://avapress.com/vdcjxtevyuqe8xz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته