دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 167149
ولسمشر غنی: افغانستان خلګ خپله خپل برخلیک ټاکي نه یو قشر
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان برخلیک خلک ټاکي نه یو قشر.

ښاغلي غني د سیاسي ګوندونو د هغې غوښتنې په ځواب کې چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر دې ودرول شي، په تنده لهجه او په ټینګار سره وايي، اساسي قانون په دې برخه کې وضاحت لري او نه باید په هېواد کې کړکېچونه ژور شي.
وروسته له هغې چې یوشمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو خبرداری ورکړ که یې غوښتنې ونه منل شي د انتخاباتو مخه به ونیسي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني یې په غبرګون کې په تونده لهجه وايي، پټه خوله پاتې کېدل یې د ډار معنا نه ورکوي.
محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ۲۴» په کابل کې په دې اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هرڅوک ادعا نه شی کولای چې د هېواد واکدار دی او د انتخاباتو برخلیک هم یو قشر نه شي ټاکلی.

ښاغلي غني زیاته کړه:
"انتخابات یو قشر نه شي تعینولای، د افغانستان غوڅ اکثریت خلک به د انتخاباتو نتایج تعینوي، دغه سیاستوال څوک دي چې د خلکو په استازیتوب خبرې کوي؟ چا دوی انتخاب کړي؟ څه وخت ولس دوی ته اختیار ورکړی چې د ولس استازیتوب وکړي؟ څلوېښت فیصده چارې د دوی په لاس کې وې، په دغه څلوېښت کاله کې یې څه وکړل ځواب دې ورکړي؟دا چې زه حوصله لرم، په دې معنا نه ده چې زه ډارېږم، په دې معنا نه ده چې هرڅوک راشي او ووايي چې د هېواد واک ورسره دی."
د ښاغلي غني تر دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې یوشمېر سیاسي ګوندونو او مطرح جریانونو په یوې غونډه کې د انتخاباتي نظام د بدلون او د نوم لیکنې د بهیر د درولو غوښتنه کړې وه.
دغو ګوندونو او سیاسي جریانونو دا هم ویلي، که یې غوښتنې ونه منل شي انتخابات به تحریم او مخه به و نیسي.

ښاغلی غني په ټینګار سره وايي چې سیاسي ګوندونه او جریانونه باید وسله وال کسان ونه لري او پوښتنه مطرح کوي چې دغه ګوندونو د چا استازيتوب کوي؟
  • ​ایا خلک به دوی ته اجازه ورکړي چې د ولس په استازتوب وغږیږي؟

  •  
  • ښاغلی غني وايي، له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په ښو او بهترینو امکاناتو سره د انتخاباتو له بهیر نه څارنه وکړي.
خو یاد سیاسي ګوندونه او جریانونو پر خپل پخواني دریځ ټینګار لري.
https://avapress.com/vdcdo50fnyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته