دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 131043
د بروکسل د غونډې د چمتووالي لپاره د حکومت خوش بیني
حکومت هیله من دی چې د بروکسل په غونډه کې له لاسته راوړنو سره ګډون وکړي؛ خو د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي وایي د ملي يووالي حکومت له کار څخه د دوو کلونو په تېرېدو د هېواد حالت اوس هم نازک دی او هغه بدلونونه چې خلکو یې تمه درلوده، ندي رامنځ ته شوي.

حکومت هیله من دی چې د بروکسل په غونډه کې له لاسته راوړنو سره ګډون وکړي؛ خو د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي وایي د ملي يووالي حکومت له کار څخه د دوو کلونو په تېرېدو د هېواد حالت اوس هم نازک دی او هغه بدلونونه چې خلکو یې تمه درلوده، ندي رامنځ ته شوي.
په دې لړ کې دننه په حکومت کې اختلافونه او نه اعتماد، د هېواد د بې ثباتۍ علتونه شمېرل کېږي.
د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل:«افغان حکومت له بشپړ چمتووالي او له ډک لاس سره د بروکسل غونډې ته ځي او هیله لرو چې نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړو.»
د کانونو پخواني وزیر وحیدالله شهراني څرګنده کړه:«په تېرو دوه کلونو کې د دې سربېره چې په افغانستان کې بې ثباتي زیاته شوې ده، بله ستونزه دا ده چې خلک د خپل راتلونکي په اړه ډېر بې باوره شوي دي.»
خو د ملي یووالي حکومت د کار په دوو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د ښه والي رامنځته کېدل په تېره بیا په دغه مهمه یعنې د سیاسي ثبات د راتلو په برخه کې د بدلون د نه راتلو لاملونه داسې په ګوته کیږي.
د سیاسي چارو کارپوه سید احمد احمدي زیاته کړه:«د حکومت د دوه مشرانو ترمنځ د اعتماد د نشتون ستر لامل دا دی چې هغوی تراوسه نه دي توانېدلي چې پر یو بل اعتماد وکړي.»
د سوداګرۍ پخواني وزیر امین فرهنګ هم په دې اړه داسې وايي:«دوی ونه توانېدل چې داسې ډله جوړه کړي چې هم کورنیو او هم بهرنیو مسایلو ته رسېدنه وکړي.هرڅوک چې راغلی هم په خپله او هم اطرافیانو یې خپلو ځانونو ته ډلې ډپلې جوړې او دغو ډلو له یو بل سره همغږي ونه شوای کړای او د بې ثباتۍ اصلي لامل د بهرنیو لاسوهنو ترڅنګ دوی په خپله هم دي.»
نړیواله ټولنه په تېره بیا واشنګټن په افغانستان کې د سیاسي ثبات لپاره پانګونه کړې، د ملي یووالي له حکومته د دغې پانګونې او ملاتړ په اړه د نړیوالو لخوا بحثونه شوي دي، له همدې امله د ملي یووالي حکومت مشرانو به یو ځل بیا د بروکسل د غونډې په څنډه کې په دې اړه نړیوالو ته ځواب ووايي.

https://avapress.com/vdchkznzx23nxvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته