دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 158669
افغان حکومت دې د کندهارد ملکي تلفاتو پلټنه وکړي – هیومن رایټ واچ
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د کندهار د ولایت د میوند په ولسوالۍ کې تیره میاشت د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ملکي افغانانو د وژل کیدو په اړه د بشري حقونو د نړیوالې ادارې "هیوم رايټ واچ" د ادعاو په باب پلټنې کوي.
د امریکا په نیویارک کې د بشري حقونو نړیوالې ادارې "هیوم رايټ واچ"، په یو راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور کړی، ویلي چې د تیرې میلادي میاشتې په یودیرشمه د کندهار د میوند ولسوالۍ د "بندې تیمور" په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې پرمهال، افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پرهغو ملکي وګړو هم ډزې کړي چې د جګړې له ځایه د تیښتې په حال کې وو.
د دغه راپور له مخې، په دغه جګړه کې د پنځوس طالب وسله والو د وژل کیدو سربیره شل ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري، د "هیوم رايټ واچ" د دغه راپور په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان امنیتي ارګانونه په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه یوه ډیره جدي مسله ګڼي او د ملکي تلفاتو په اړه د هرې ادعا بشپړه پلټنه کوي.
جنرال وزیري وویل " د ملکي وګړو په اړه باندې د افغانستان دولت او په ځانګړي ډول د دفاع وزارت یو مشخصه پالیسي لري، په هیڅ ډول مونږ ته د منلو وړ نه ده، چې ملکي تلفات رامنځ ته شي، خو اکثره مخالفین د خلکو په کورونو کې او د خلکو د اوسیدانی په سیمو کې ځای نیسي، په زور غواړي، چې ملکي تلفات رامنځ ته شي".
د دفاع وزارت ویاند وویل، چې په دې هکله افغان امنیتي ځواکونو لپاره د افغانستان د جمهوررئیس او د دفاع وزیر ځانګړې لارښونې او کړنلارې هم شته دی.
جنرال وزیري وویل، په کوم ځای کې چې ملکي تلفات رامنځ ته کیږي، دفاع وزارت سمدستي د پیښې د پلټنې لپاره پلاوی ټاکي او د پیښې د قربانیانو د کورنیو لاس نیوی کوي.
د بشري حقونو نړیوالې ادارې " هیوم رايټ واچ" په خپل دغه راپور کې چې د پیښې د شاهدانو سره د تیلیفون له لارې د مرکو پر اساس ترتیب شوی، ویلي، چې د میوند ولسوالۍ د " بندې تیمور" او د پنجوایي ولسوالۍ د " ریګ" په سیمو کې د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو سره د امریکا د پوځ هوایي ملاتړ هم ملکری وو.
په دې راپور کې ویل شوي، چې ملکي وګړي له خپلو مینو را ایستل شوي او بیا په ډزو وژل شوي دي.
دا راپور وایي، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ۳۸ تنه د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د اړیکو په تور نیولي هم دي.
د دغه راپور له مخې د " بندې تیمور" په سیمه کې د عملیاتو مشري د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان ډګروال سلطان محمدکوله، چې د " هیوم رايت واچ" د راپور له مخې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق نږدې همکار دی.
"هیوم رايټ واچ" په دې راپور کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني هغو څرګندونو ته چې په کابل کې د دوو سترو خونړیو بریدونو وروسته یې افغان ولس ته په وینا کې کړې وې هم ځای ورکړی دی.
جمهور رئیس غني ویلي وو" افغانان سل کاله وروسته هم خپل غچ اخلي".
د "هیومن رايټ واچ" د اسیا د څانګې مشرې میرمن پټریشیا ګوسمن، د افغان حکومت څخه په بې پرې ډول د دې پیښې پلټنې غوښتنه کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaian6o49nmi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته