دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 51554
صداي افغان(آوا)آژانس له((دريا))ورځپاڼې سره د مرستې يو دوهاوي ليك لاسليك كړ
د تهران د نړيوالو مطبوعاتو او اژانسونو په نولسم نندارتون كې،د صداي افغان(افغان غږ خبری آژانس)اژانس او((دريا))ايرانۍ ورځپاڼې د مرستې يوتفاهمليك لاسليك كړ.
د((افغان غږ خبری آژانس))اژانس د رپوټ له مخې،دصداي افغان(افغان غږ خبری آژانس)د اژانس رئيس ښاغلي سيد عيسي حسيني مزاري او د ايران د((دريا))ورځپاڼې مسئول مدير ښاغلي((ايوب دبيري نژاد))،د((افغان غږ خبری آژانس))آژانس په غرفه كې د مرستې يوتفاهمليك لاسليك كړ. 

ښاغلي حسيني مزاري پدې مراسمو كې،ددې ټكي په بيانولو سره چې نړۍ كې د اسلام لوري او دماده پرستانو لورى چې دهغو په راَس كې امريكا واقع ده،شتون لري،وويل:د اسلامي نړۍ دلوري په راَس كې ايران دى او دټولو نړيوالو افكارونو د سازمان وركولو او لارښوونې په راَس كې حضرت امام خامنه اي(حفظ)او د((ولايت فقيه))نظام واقع دى. 

هغه وويل:نن اسلامي نړۍ خپلې فكري ليكې د ايران له اسلامي جمهوريت غاو دحضرت امام خامنه اي له ويناوو څخه اخلي.
هغه ددې ټكي په بيانولو سره چې د ايران او افغانستان د رسنيو د فضا ترمنځ څه ستونزه شته،څرګنده كړه:په خواشنۍ سره بايد ووايو چې هغسې چې د ايران خلكو ته افغانستان ورپيژندل شوى واى،سم ندى ورپيژندل شوي. 

هغه زياته كړه:نه يوازې دا چې د ايران د رسنيو پوسيله د افغانستان د مثبتي څيرې د انعكاس په ليار كې كار نه دى شوى بلكې د افغانستان د څيرې او د افغانستان د خلكو دڅيرې د بدښودلو په ليار كې د ايران د رسنيو په كچه كلركيږي او دا مطلب يا په عمدي توګه او يا د افغانستان مسايلو ته په ژوره توګه دنه كتنې په خاطر انعكاس پيدا كوي. 

هغه دپورتنې مطلب په بشپړولو كې زياته كړه:دا ډول مطالب،د افغانستان او ايران د اړيكو له خرابيدو سره مرسته كوي چې دا دپرديو او بيګانه رسنيو خوراكه ده.
د صداي افغان(افغان غږ خبری آژانس)آژانس رئيس څرګنده كړه:د ايران د رسنيو له خورا غوره رسالتونو څخه يو دادى چې د ايران په اسلامي جمهوريت كې د افغانستان د خلكو په تيره بيا دافغان مهاجرينو حقيقي او روښانه تصوير وښودل شي،څو له يوې خوا د ايران خلك په سمه توګه د افغانستان خلك وپيژني او له بلې خوا دهغو ظرفيتونو په اړه چې په افغانستان كې شته،باور مندي وموندل شي. 

هغه زياته كړه:كله چې داسې بهير شتون وموند،په طبعي توګه له افغانستان سره دايران دخلكو اړيكي نژديوالي مومي،چې دا بهير د دولتونو پر اړيكو اغيز ښندونكى دى او استكبار هم نه شي كولاى له ايجاد شوي واټن څخه بده ګټه واخلي.
ښاغلي حسيني مزاري،دخپلو خبرو په پاى كې زياته كړه:افغانستان په سيمه او نړۍ كې يو ډير مهم او اغيزښندونكي هيواد دى،كه ايرانيان،د افغانستان له مسايلو څخه غفلت وكړي،د اسلامي نړۍ له خورا مهمو مسئلو څخه ئې غفلت كړي تو تاسې چې هرڅومره ډير افغانستان ته پاملرنه وكړئ،د ايران د اسلامي ګټو په نفع دى. 

په ادامه د((دريا))ورځپاڼې مسئول مدير وويل:ايران او افغانستان نژادى،ژبنې ديني مشتركات او ګډې ګټئ لري چې دا يووالى د افغانستان د ملت او دولت په منځ كې شتون لري. 

دبيري نژاد زياته كړه:كومه څيره چې د افغانستان په بهر كې ښودل شوې،هغه د افغانستان واقعي څيره نه ده.
هغه وويل:زما له ملګرو څخه يوتن،هغه مهال چې دصداي افغان(افغان غږ خبری آژانس)د اژانس له ملګرو سره خبرې كولې،د افغانستان په اړه ئې بدلون وموند،ځكه اصلآ ددې هيله نه درلوده چې د افغانستان به دومره ښې خبرې وكړي او د افغانستان په اړه به دومره ډير اطلاعات زما دوست ته وركړي! 

د((دريا))ورځپاڼې مسئول مدير وويل:رسنۍ،خلكو ته ديو ملت د واقعي څيرې په ورپيژندلو او همدارنګه برعكس ډير اغيز من رول لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkmnm.23nzmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته